د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاهور یوه عدالت د مذهب سپکاوي په تور یوې ښځې ته د زندۍ سزا واوروله


په سلمې تنوير تور دی چې په ۲۰۱۳ز کال کې یې د یو شخصي سکول د پرنسپلې په توګه په ماشومانو کې يو څو کتابچې ویشلې وې چې پکې د مذهب سپکاوي خبرې درج وې.
په سلمې تنوير تور دی چې په ۲۰۱۳ز کال کې یې د یو شخصي سکول د پرنسپلې په توګه په ماشومانو کې يو څو کتابچې ویشلې وې چې پکې د مذهب سپکاوي خبرې درج وې.

د پاکستان په لاهور کې يوه ځایي عدالت د مذهب سپکاوي په تور يوې ښځې ته د اعدام او جرمانې سزا اورولې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي چې پر سلما تنوير نومې دغې مېرمنې په ۲۰۱۳ز کال کې د لاهور په نشتر کالونۍ تاڼه کې د مذهب سپکاوي مقدمه درج کړل شوې وه چې د سېپټېمبر پر ۲۷مه قاضي منصور احمد قریشي د دغه قضیې اورېدنه وکړه او نوموړې ته يې د پانسي ورکولو او ۵۰ زره روپو جرمانې سزا واوروله.

پر سلما تنوير تور دی چې په ۲۰۱۳ز کال کې یې د یو شخصي سکول د پرنسپلې په توګه په ماشومانو کې يو څو کتابچې ویشلې وې چې پکې د مذهب سپکاوي خبرې درج وې.

د پاکستان ډان ورځپاڼه د نوموړې د وکيل ميا محمد رمضان لخوا ليکي، موکله يې مسلمانه ده او په اسلامي تعلیماتو بشپړ باور لري خو دغه عمل ترسره کولو پر مهال د ذهني ناروغۍ ښکار وه.

پاکستان کې وخت پر وخت د مذهب سپکاوي په مقدمو کې محکمې تورنو کسانو ته د مرګ سزاګانې اوروي خو زیاتره وخت بیا لوړ عدالتونه دغه تورن کسان بې ګناه ګرځوي او له بنده یې خوشې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG