د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان له ترهګرۍ تر سېلګرۍ


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د وزیرستان د نوم په اورېدو د سړي ذهن ته د بد امنۍ انځور مخې ته کېږي خو هلته د ښایستونو د نندارو هڅې هم روانې دي.

یو شمېر ځوانان پر ټولنیزو رسنیو د وزیرستان ښایستونه خلکو ته مخې ته مخې ته کوي او ورته د چکر بلنه ورکوي.

سیاحت په وزیرستان کې په نوم فیس بک پاڼه او دې ته ورته نورې پاڼې د وزیرستان د سیل ځایونو تصویرونه، ویډیوګانې او زړه راښکونکې سندرې خپروي.

په ترهګرۍ ځپلي وزیرستان کې سیاحت یا سیل څومره ممکن دی؟ که حالات دومره ښه شوي چې د پاکستان د نورو سیمو سیلانیان هلته ورتلی شي نو پخپله وزیرستانیان ولې د خیبر پښتونخوا په بنو او د افغانستان په خوست کې لا هم د انتظار شېبې شماري چې کله به یې حکومت خپلو مېنو ته ستنوي.

په دې ځانګړې خپرونه کې په دې او نورو پوښتنو رڼا اچوو او د ځايي خلکو او چارواکو نه اول لاس معلومات تاسو ته درکوو.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:37:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG