د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکايي ولسمشر په کوربتوب د کواډ اتحاد لومړۍ سرمشريزه وشوه


امريکايي ولسمشر جو بايډن. انځور- ارشیف

د امريکايي ولسمشر جو بايډن په کوربتوب د کواډ اتحاد لومړۍ سرمشريزه شوې چې زیاته پاملرنه یې چین ته وه.

د سېپټېمبر پر ۲۴مه په سپېنه ماڼۍ کې ولسمشر جو بايډن د اسټراليا، هند او جاپان د مشرانو کوربتوب وکړ چې هدف يې د نوي راپورته کېدونکي اتحاد "کواډ" پياوړي کول وو.

دا په داسې حال کې ده چې دا هېوادونه د چين په اړه شريکې اندېښنې لري.

په دې سرمشريزه کې څلور واړو لویو جمهوريتونو پر دې ټينګار وکړ چې يوې ازادې، باثباتې او پرانيستې انډوپېسيفک سيمې ته اړتيا ده.

که څه هم يادو څلورو واړو مشرانو په ډاګه د چين نوم ياد نه کړ خو تمه وه چې چين به د خبرو د اېجنډه د سر موضوع وي ځکه چې واشنګټن د انډوپېسيفک سيمې په اړه خپل ستراتيژيکي تمرکز بيا تازه کوي.

د امریکا او فرانسې ولسمشران د ترینګلتیا ختمولو لپاره سره ګوري

د امریکا له نوې ادارې سره مو اړیکې ښه نه دي: اردوغان

اوس له افغانستان سره د دوامدارې ډیپلوماسۍ يو نوی فصل پرانیزو. بایډن

بايدن کواډ ته وويل: "موږ څلور لوی جمهوريتونه يو چې د همکارۍ يو اوږد تاريخ لرو. موږ ته معلومه ده چې کارونه به څنګه تر سره کوو او موږ چېلنج ته چمتو يو."

د اسټراليا وزيراعظم سکاټ مورېسن هم دغه څرګندونې تکرار کړې او زياته يې کړه چې "موږ ازاد جمهوريتونه پر يو داسې نړيوال نظم باور لرو چې هغه ازادۍ پلوه وي او موږ په يو ازاد او پرانېستي انډوپېسيفک باندې يقين لرو ځکه چې همدا يو قوي، باثباته او سوکاله سيمه رامنځته کولای شي."

په سيمه کې د چين اقتصادي او پوځي اغېز په اړه ګډو اندېښنو کې ازاد او پرانیستي انډوپېسيفک ټکو ته اشاره وشوه.

تمه ده چې په سرمشريزه کې به د کووېډ- ۱۹ ناورغۍ پر واکسينو، بنيادي ډانچې، موسمياتي بدلون او ټېکنالوجۍ کې پر همکارۍ هم پرمختګ شوی وي.

XS
SM
MD
LG