د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوس له افغانستان سره د دوامدارې ډیپلوماسۍ يو نوی فصل پرانیزو. بایډن


جوبایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې
جوبایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې

د امریکا ولسمشر جو بایډن ملګرو ملتونو ته په خپله لومړۍ وینا کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پرېکړې دفاع وکړه او زياته يې کړه چې هېواد يې د يوشمېر نړيوالو چېلنجونو د مخنيوي لپاره پر ډيپلوماسۍ د تمرکز ورکولو په لټه کې دی.

نوموړي دا خبره د سېپټېمبر پر ۲۱مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ کلنۍ غونډې ته وکړه:"موږ په افغانستان کې ۲۰ کلن کړکېچ پای ته رسولی دی. په داسې حال کې چې موږ د دوامدارې جګړې دغه فصل تړو، د دوامدارې ډیپلوماسۍ يو نوی فصل پرانیزو."

د امريکا د ايتلافيانو لخوا له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د بې نظمه انخلا د نيوکو په ځواب کې ولسمشر بايډن څرګنده کړه: "امريکايي ځواکونه باید په نړۍ کې د هرې هغې ستونزې د حل لپاره و نه کارول شي چې موږ يې وينو."

نوموړي زياته کړه: "پر ځای د دې چې موږ پخواني جنګونه مخ ته يوسو، موږ د کوويډ-۱۹ وبا، اقليمي بدلون او له بشري حقونو د سرغړونو په څېر نورو نړيوالو چېلنجونو ته پاملرنه کوو."

جوبایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې وویل چې امریکا په افغانستان کې شل کلن کړکېچ ته خاتمه ورکړه او د دوامداره جګړې فصل یې وتاړه، اوس د نوې ثابتې ډپلوماسۍ نوی فصل یې پرانیست.
جوبایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې وویل چې امریکا په افغانستان کې شل کلن کړکېچ ته خاتمه ورکړه او د دوامداره جګړې فصل یې وتاړه، اوس د نوې ثابتې ډپلوماسۍ نوی فصل یې پرانیست.

د امریکا ولسمشر همدا راز په خپله وینا کې د افغان ښځو او نجونو د کار او زده کړو پر حقونو ټینګار وکړ.

نوموړي ویل: "امنیت شورا یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې د افغانانو د پرمختګ لپاره څه ډول ملاتړ وشي؟ له طالبانو د بشري حقونو په برخه کې څرنګه تمه کېدای شي؟ موږ ټول باید د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ وکړو، چې دوی له اقتصادي سیاسي او اجتماعي پلوه له خپل ټول ځواکه کار واخلي او د خپلو هیلو لار پرته له کرکې او خشونته پرمخ یوسي."

د امريکا ټول پوځيان له افغانستان وتلي او طالبانو د کابل هوايي مېدان کنټرول اخيستی

طالبانو چې د اګسټ پر ۱۵مه کابل ونیو تراوسه چې یې کوم کسان ټاکلي دي، پر هېڅ چوکۍ یې ښځې نه دي ګومارلې.

تراوسه ښوونځیو ته د نجونو پر نه تګ هم ډېر انتقادونه شوي دي.

خو د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال او د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد د سېپټېمبر پر ۲۱مه په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې ډېر ژر به نجونې ښوونځیو ته لاړې شي او پر دې پروګرام کار روان دی.

د ښځو د حقونو په تړاو د ښځو د وزارت د لغوه کېدو په خاطر هم پردې ډلې نیوکې کېږي، خو په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم مشال راډیو ته د سېپټېمبر پر ۲۱مه وویل چې د ښځو د چارو وزارت د خپل کار په وخت د افغان ښځو لپاره څه لاسته راوړنه نه لرله او څه کار یې نه و کړی.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG