د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او فرانسې ولسمشران د ترینګلتیا ختمولو لپاره سره ګوري


دواړو مشرانو د سېپټېمبر پر ۲۲مه د هغې ترینګلتیا ختمولو په موخه په ټېلېفون خبرې وکړې چې له اسټرالیا سره د امریکا د امنیتي موافقې تر اعلان وروسته پیدا شوې.
دواړو مشرانو د سېپټېمبر پر ۲۲مه د هغې ترینګلتیا ختمولو په موخه په ټېلېفون خبرې وکړې چې له اسټرالیا سره د امریکا د امنیتي موافقې تر اعلان وروسته پیدا شوې.

امریکايي ولسمشر جو بایډن او د هغه فرانسوی سیال اېمانوېل مکرون به راتلونکې میاشت له یو بل سره وویني او د فرانسې سفیر به راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته ستون شي.

دواړو مشرانو د سېپټېمبر پر ۲۲مه د هغې ترینګلتیا ختمولو په موخه په ټېلېفون خبرې وکړې چې له اسټرالیا سره د امریکا د امنیتي موافقې تر اعلان وروسته پیدا شوې.

سپینه ماڼۍ وايي، په پرونیو خبرو کې دواړه مشران "سلا شول چې د فرانسې او اروپايي ملګرو د ستراتیژیکي ګټو پر موضوعاتو څرګندو مشورو به د دواړو متحدانو ترمنځ وضعیت ته ګټه رسولې وای." تېره اوونۍ پاریس تر هغې وروسته غوسه شو چې امریکا او برتانیې د فرانسې له خبرولو پرته له اسټرالیا سره د اټومي وسلو لرونکو اوبتلونو یا ابدوزونو جوړولو په ګډون یوه پراخه امنیتي موافقه وکړه چې موخه یې په سیمه کې د چین مخه نیول دي.

هغې موافقې اسټرالیا اړ کړه چې له فرانسې سره د ۴۰ اربه ډالرو د اوبتلونو د جوړولو سودا لغوه کړي.

په ځواب کې فرانسې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د دې اندېښنې په اړه له ځان سره ملګري کړل چې امریکا د هند او ارام سمندر په سیمه کې د ستراتیژیکو موضوعاتو په اړه له خپلو اروپايي ملګرو سره لازمه مشوره نه ده کړې.

پاریس له واشنګټن او کینبرا څخه خپل سفیران هم وروبلل. دواړو خواوو د سېپټېمبر پر ۲۲مه تر ټیلېفوني خبرو وروسته وویل چې مکرون او بایډن سلا شول چې ((پراخې مشورې)) پیل کړي او د اکتوبر په پای کې به په اروپا کې وویني چې خپلمنځي باور بحال کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG