د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا له نوې ادارې سره مو اړیکې ښه نه دي: اردوغان


اردوغان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وينا وروسته خبريالانو ته وويل چې دوی نه شي ويلي چې له امريکې سره د اړيکو سالمه پروسه روانه ده.
اردوغان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وينا وروسته خبريالانو ته وويل چې دوی نه شي ويلي چې له امريکې سره د اړيکو سالمه پروسه روانه ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سېپټېمبر پر ۲۳مه په نیویارک کې وویل چې د ترکيې او امریکا ترمینځ د اړیکو لپاره اوسنۍ کړنلاره مناسبه نه ده.

اردوغان وویل چې د ولسمشر جو بایډن له نوې ادارې سره د دوی اړیکې"سمې نه دي پیل شوې" او خبرداری یې ورکړ که چیرې د ناټو د یو ملګرې هېواد په توګه امریکا د ترکیې دفاعي اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته نه کوي نو انقره به دا ضرورتونه له نورو ځايونو پوره کړي.

د ترکيې هبرترک ورځپاڼې د اردوغان په حواله لیکلي چې دا ستونزې له روسيې څخه د ايس ۴۰۰ د توغنديو جديد نظام اخېستو وروسته پيل شوي چې امريکا پرې غوسه وه.

اردوغان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته تر وينا وروسته خبريالانو ته وويل، دوی نه شي ويلي چې له امريکې سره یې د اړيکو سالمه پروسه روانه ده.

د امريکا پخواني ادارې او ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېر کال په اخري کې د مليارد ډالرو په بيه ايس ۴۰۰ نظام اخېستو پر سر د ترکيې پر دفاعي صنعت بنديزونه لګولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG