د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د برېښنا او توانايي وفاقي اداره کې دې د خیبر پښتونخوا پروژې شاملې کړل شي'


د خیبر پښتونخوا په کالاباغ کې تېر شوی اباسین
د خیبر پښتونخوا په کالاباغ کې تېر شوی اباسین

د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې مخالفو ګوندونو د سېپټېمبر پر ۲۳مه له صوبايي حکومته غوښتنه کړې چې د برېښنا او توانايي وفاقي ادارې (نېپرا) په ۱۰ کلن پلان کې دې د یادې صوبې له اوبو د بجلۍ پیداکولو پروژو لپاره فشار واچوي.

د توانایۍ لپاره د اعلا وزیر سلاکار تاج محمد ترند وايي صوبايي حکومت په دغه اړه نېپرا له خپلو تحفظاتو خبره کړې ده او هڅه کوي چې له اوبو د بجلۍ منصوبې په ۱۰ کلن پلان کې شاملې کړي.

په صوبايي اسمبلۍ کي د پاکستان پيپلز ګوند غړي احمد کریم کنډي مشال رېډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت له اوبو نه د نهه زره مېګا واټو بجلۍ پېداکولو نوې منصوبې تجویز کړې وې خو تر وفاقي حکومت لاندې اړوندو ادارو دغه پروژې په خپله منصوبه بندۍ کي نه دي شاملې کړې: ''په هایډرو [د اوبو برېښنا] کې دوی یواځې د واپډا محکمې لويې پروژې لکه داسو ډېم، مومند ډېم او باشاډېم په دغه پلان کې اچولې دي خو د پښتونخوا د حکومت تر سیوري لاندې پلان شوې منصوبې یې په دغه منصوبه کې نه دي اچولې، او د اوبو د منصوبو پرځای یې د لمر او هوا نه د بجلۍ جوړولو منصوبو ته لومړیتوب ورکړی.''

د توانایۍ او بجلۍ وفاقي ادارې نېپرا تر ۲۰۳۰ز کاله د ۳۳ زرو مېګا واټو بجلۍ موندلو نوې منصوبې پلان کړې چې پکې ۱۳ زره مېګاواټه له اوبو د بجلۍ پیدا کولو دي او په دغه کې له لمر او هوا نه د بجلۍ پیداکولو ارزانې منصوبې هم راځي خو په دې نهه زره مېګا واټه بجلۍ کې چې د خیبر پښتونخوا په اوبو به پیدا کېدله هغه منصوبه یې ایستلې ده.

په صوبايي اسمبلۍ کي د حزب اختلاف غړي او پخواني صوبايي وزیر عنایت الله مشال رېډيو ته وویل چې د نهه زره مېګا واټه بجلۍ د دغه نویو پروژو په سروې او او نور ابتدايي کار باندې صوبايي حکومت څلور اربه روپۍ هم مصرف کړي دي:"دوی په دغه نوي پلان کې له اوبو نه د بجلۍ پیداکولو منصوبو عمر ۵۰ کاله ټاکلی دی او دا سم نه دی ځکه چې د ملاکنډ او نورو بندونو نه د بجلۍ پیداکولو منصوبو عمر تر اویا کالو زیات دی او اوس هم هغه منصوبې فعالې دي او په نړۍ کي هم له اوبو د بجلۍ موندلو منصوبو عمر تر سلو کلونو زیات دی، نو هم په دې وجه موږ دا ګڼو چې په دغه پلان کې له خیبر پښتونخوا سره زیاتی شوی دی ځکه چې په دغه وجه دوی د خیبر پښتونخوا ځینې هغه منصوبې رد کړي دي چې د سروې په کولو یې د صوبايي څلور اربه روپۍ لګښت راغلی وو."

د بجلي او توانایۍ لپاره د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار تاج محمد ترند د سپټمبر په ۲۳مه نېټه له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل، چې صوبايي حکومت په دغه اړه نېپرا ته خپل تحفظات وړاندې کړي دي. نوموړی زیاتوي داسې نه ده چې ګنې په مستقل ډول د خیبر پښتونخوا د بجلۍ موندلو منصوبې رد شوې دي بلکې هرکال به دغه پالیسۍ ته کتنه کېږي او نوې منصوبې به پکې شاملېږي.

د ښاغلي ترند په وینا د خیبر پښتونخوا حکومت پخپله په نېپرا کې په دغه اړه یو کیس درج کړی وو او اعلا وزیر ورته پخپله حاضر شوی وو او بیا د نېپرا چارواکو دغه نوي پالیسۍ جوړوونکو ته امر ورکړی وو چې له ټولو حصه دارانو سره دې د بجلۍ د نویو پروژو په اړه مشاورت وکړي.

د برېښنا او توانايي لپاره د اعلا وزیر سلاکار تاج محمد ترند وايي د حزب اختلاف د غړو په اندېښنو به د توانایۍ د قایمه کمیټۍ په غونډه کې نوري خبرې کوي او د حزب اختلاف غړي به په دغه اړه د صوبايي حکومت له هڅو نه خبروي.

XS
SM
MD
LG