د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پنجاب د کالاباغ ډېم په پلمه اباسین قبضه کول غواړي'


'پنجاب د کالاباغ ډېم په پلمه اباسین قبضه کول غواړي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په دا ورستیو کې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان یو ځل بیا د لانجمن کالاباغ ډېم جوړولو په حق کې بیان ورکړی دی. خو پوښتنه دا ده چې د خېبر پښتونخوا، سیند او بلوچستان صوبايي اسمبلیو له لوري ښخ شوی لانجمن کالاباغ ډېم ولې ژوندۍ ساتل کېږي؟ په ځواب کې یې د عوامي نېشنل ګوند یو مرکزي مشر او پخوانی سېنېټر افراسیاب خټک وايي، د پنجاب حکمرانان د کالاباغ ډېم په پلمه پر اباسین قبضه کول غواړي. د مشال راډیو له همکار شاهین بونېري سره په مرکه کې نوموړي زیاته کړه چې د بجلۍ بحران د نورو پروژو یا منصوبو په پلي کولو هورېدلی شي.

XS
SM
MD
LG