د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنو معذوران خپل احتجاج اسلام اباد ته غځوي


په تېرو څو کلونو کې په جنوبي وزيرستان کې د ماین شاوخوا ۱۷۸ چاودنې شوې چې پکې ۸۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ معیوبه شوي دي.
په تېرو څو کلونو کې په جنوبي وزيرستان کې د ماین شاوخوا ۱۷۸ چاودنې شوې چې پکې ۸۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ معیوبه شوي دي.

د جنوبي وزیرستان کوټکۍ سیمه کې په ماین چاودنو کې د معذوره شویو کسانو د احتجاجي پرلت مشرانو خپله دهرنه اسلام اباد ته لېږدولو پرېکړه کړې ده.

دغه احتجاجي ناسته چې نن د سېپټېمبر پر ۱۶مه پر ۱۱مه ورځ هم دوام لري، پرلتوال یې غوښتنه کوي چې سیمه دې له ماینونو څخه پاکه کړل شي، مالي مرستې دې ورسره وشي، ملازمتونه دې ورکړل شي او په چاودنو کې وژل شویو ته دې"شهدا پېکېج/پانګه" ورکړل شي.

د دهرنې مشران وايي چې انتظاميې يې تراوسه غوښتنې نه دي پوره کړې نو اړ دي چې اسلام اباد پلو ولاړ شي.

بلخوا د سیمې مرستیال کمېشنر خالد اقبال وايي، متاثرينو ته يې ويلي چې په مياشت کې دننه به ورسره مالي مرستې وکړل شي او دوی ته به د ملازمتونو ورکولو لپاره د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت ته سپارښتنه کوي.

نوموړي زیاته کړې، له لوړ پوړو چارواکو سره به د ماینونو پاکولو د عمل ګړندي کولو لپاره هم خبره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې سږکال د جون پر ۱۰مه نېټه په پېښور های کورټ کې د جنوبي وزیرستان پينځو قانون پوهانو یو درخواست جمع کړی وو چې پکې له عدالته غوښتنه شوې وه چې حکومت دې د شهدا پېکېج له مخې د ماين په چاودنو کې اغېزمنو کسانو او کورنيو ته د مرستې په توګه پیسې ورکړي.

په درخواست کې ويل شوي چې په تېرو څو کلونو کې په جنوبي وزيرستان کې د ماین شاوخوا ۱۷۸ چاودنې شوې چې پکې ۸۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ معیوبه شوي دي.

حکومت تر اوسه عدالت ته هېڅ ځواب نه دی ورکړی او نه يې هم د ماین چاودنو په اړه رسمي شمېرې خپرې کړې دي.

د جنوبي وزيرستان په ګډون په ځينو نورو قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال ماينونه ښخ شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې په جنوبي وزيرستان کې يې ځينې سيمې له ماينونه پاکې کړې دي خو ځايي خلک وايي چې دا کار دې ژر تر ژره بشپړ شي. سیمه له ماینونو پاکول د پښتون ژغورنې غورځنګ یو له مهمو غوښتنو وه.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG