د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجشیر کې په ډله ییزه توګه د خلکو د وژلو راپورونه ردوو: طالبان


د پنجشیر بازارک ولسوالۍ کې وسله وال طالبان
د پنجشیر بازارک ولسوالۍ کې وسله وال طالبان

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د سېپټېمبر پر۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې د پنجشیر تر نیولو وروسته یې هېچا ته زیان نه دی رسولی.

نوموړي وايي، د طالبانو غړیو په پنجشیرو کې له خلکو سره بېلابېلې مرستې هم کړي دي.

تر دې مخکې د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې وه چې طالبانو په پنجشير کې په ډله ييزه توګه خلک وژلي دي.

د بشري حقونو ځينو مدافعينو هم مخکې طالبان تورن کړي وو چې په پنجشير کې يې يو شمير خلک وژلي دي.

پنجشير د افغانستان وروستې ولايت وو چې د طالبانو تر ولقې لاندې راغې.

د مقاومت جبهې وياند علي ميثم نظري په خپل ټويټر ويډيو خپره کړې او ويلي يې دي چې د دوی کسان لاهم د پنجشير په ګڼو لوړو درو او مرتفع سيمو کې موجود او جګړه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG