د لاسرسي ځای

تازه خبر

حق ویل مې خاصه ده: محمد اصف صمیم


 استاد محمد اصف صمیم له لسیزو راهیسې په ادبي، فرهنګي او ټولنیز ډګر کې کار کړی دی - انځور له ارشیفه.
استاد محمد اصف صمیم له لسیزو راهیسې په ادبي، فرهنګي او ټولنیز ډګر کې کار کړی دی - انځور له ارشیفه.

د سېپټېمبر پر ۱۹مه د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې له دارالمعلمين څخه د شریعت، ریاضي او پښتو څانګو کې د نجونو د فراغت مراسم ول چې استاد محمد اصف صمیم هم ورته وینا کړې وه.

نوموړي په خپلو خبرو کې طالب چارواکو ته سپارښتنې لرلې، چې شریعت یوازې دا نه دی چې ځوانانو ته د "خولۍ پر سرولو او ږیرو پرېښوولو سپارښتنې وشې، بلکې شریعت دا هم وايي چې مزدور ته دې د هغه تر خولو وچېدلو وړاندې مزدوري ورکړل شي."

استاد صمیم د دولتي مامورینو معاشونو ته په اشاره ویلي ول چې په تېر حکومت کې يې هم د يوې مياشتې معاش نه وو اخیستی او دا دی بله مياشت يې هم پوره شوه، خو د معاشونو درک نه لګي.

صمیم د سېپټېمبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، "لا يې پر سټېج خبرې پای ته نه وې رسېدلې چې طالب وسله والو" ورته د "نیوکو سرونه خوځول. کله چې غونډه پای ته ورسېده، او زه د غونډې له ځایه وتلم، په دروازه کې راته طالب وسله والو لاره نيولې وه، تور موټر ته يې وخېژولم، ولسوالۍ ته يې بوتلم او ولسوال راته وويل چې موږ داسې خبرې نه خوښوو چې د خلکو احساسات وپاروي او نن تاسو پر سټېج د خلکو د پارولو لپاره خبرې کړي دي. خو ما ورته وويل چې زه د خلکو د احساساتو د پارولو لپاره خبره نه کوم، بلکې خپل احساس له خلکو سره شريکوم او هغه احساس پر حقیقت مبني وي."

د استاد صميم وينا وه چې ولسوال ته يې وویل چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې يې په کامه کې په خپل کور کې د "ځوانانو د فکري تنویر لپاره يو کتابتون پرانیستی، په کومه ورځ چې ورته ځوانان ور نه شي،" دی "سخت خپه کېږي."

خو ولسوال ورته وويل چې دې هم غواړي چې کتابتون ته ورشي.

صمیم وايي، ولسوال ته یې زیاته کړه چې "په دې شرط چې له ټوپک سره به نه راځې، ځکه چې کتابتون د قلم د خاوندانو ځای دی. له همدې خبرو وروسته ولسوال خپلو ساتوونکو ته امر وکړ چې ما تر خپله کوره ورسوي."

هڅه مو وکړه چې د استاد محمد اصف صمیم د نيول کېدو په اړه د ځايي چارواکو نظر واخلو خو بريالي نه شو. طالبانو هم د لنډ وخت لپاره د نوموړي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

په ټولنیزو رسنیو کې په لسګونه کسانو د صمیم د نیول کېدو پېښه غندلې او د هغه پر "اسلاميت، افغانیت او سپېڅلتیا" يې لیکنې کړي دي.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهني استاد پوهنوال ببرک مياخېل پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې صمیم یې په پوهنتون کې استاد پاتې شوی "ډېر څه مې ترې زده کړي او پر دې سربېره مې ترې په هره ناسته او مجلس کې زده کړه کړې ده. استاد صميم چې هره ناخواله ليدلې، رغوونکې او تعمیري نیوکه يې پرې کړې ده. د وخت حاکمانو ته يې چې لیکونه لېږدولي او یا يې مخامخ نيوکې پرې کړي، ټولو يې اصلاحي بڼه لرله."

استاد محمد اصف صمیم څوک دی؟

استاد محمد اصف صمیم له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې په ادبي او فرهنګي ډګر کې يو پېژندل شوی او د قدر وړ شخصیت دی. د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي کې استاد پاتې شوی چې د استادۍ پر مهال يې د پوهنتون د "پوهه" په نوم مجله هم چلوله او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، خیبر پښتونخوا او کوټه ښار کې د کډوالۍ پر مهال په ډېرو غونډو او مجلسونو کې وینا وال پاتې شوی دی.

نوموړي په نویمو کلونو کې د "سپېدې" په نوم مجله چې د افغان کلتوري ټولنې له خوا خپرېدله، په لومړۍ او دویمه دوره کې مسوول چلوونکي پاتې شوی، د افغان ادبي بهير د بنسټګرو له ډلې څخه دی او د کډوالۍ پر مهال يې د "ګندهارا" په نوم دوه میاشتینۍ مجله خپروله چې ۱۵ ګڼې يې خپرې شوې وې. دی د پښتونخوا ليرې پرتو سیمو او کویټې ته په لویو او وړو غونډو کې د ګډون لپاره تللی او عالمانه ویناوې يې کړي دي.

د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال يې له پېښوره د پښتو ژبې په وحدت ورځپاڼه کې د هغوی د لومړني مشر ملا محمد عمر په نوم يو پرانيستی لیک هم خپور کړی وو او پکې يې د خلکو غوښتنې تشريح کړې وې.

استاد اصف صمیم ۱۰ کاله وړاندې خپله د ۴۰ کلونو د کتابونو زېرمه چې نېږدې ۲۰،۰۰۰ جلدو ته رسېږي، له پېښوره ننګرهار ته انتقال کړه او په کامې ولسوالۍ کې يې په خپله حجره کې د "حمزه" په نوم کتابتون پرانیست چې هره ورځ ورته په لسګونو ځوانان د مطالعې لپاره ورځي.

په دې کتابتون کې لویه برخه د پښتو ادبیاتو پورې اړوند دي او له پښتو علاوه پکې د فارسي، اردو او د انګریزې ادب اړوند کتابونه شته دی.

استاد محمد اصف صمیم په څېړنیزه برخه کې هم يوشمېر کتابونه لیکلي چې "له خوشال سره ګام په ګام" کتاب يې د ډېرو خوشال پېژندونکو پام ور اړولی وو.

استاد محمد اصف صمیم په ټولنیزو چارو کې هم مخکښ بلل کېږي، که له چا سره يې يو یا دوه ملاقاتونه شوي وي، نو په ښې بدې کې ورسره ځان شريکوي.

XS
SM
MD
LG