د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د ځنګلونو په بې درېغه پرېکونه ولس اندېښمن


د نورستان پارون
د نورستان پارون

د افغانستان په ختیځ کې د ځنګلونو د وهلو او د نښترو د قاچاق په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

تازه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې یوه وېډیو خپره کړې چې په‌کې ښکاري، د نورستان مرکز پارون ته نږدې په یوه ځنګل کې د نښترو ونې پرې کېږي.

د پکتیا د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رییس چې دا وېډیو یې کړې مشال راډیو ته وویل، د نښترو د پرې کولو برسېره یې چارتراش/دابونه هم لیدلي چې قاچاق‌ یې روان وو.

بهیرګل صابري وايي، د نورستان پارون ته نېږدې په ډېره بې‌ رحمۍ د طبیعي ځنګلونو پرې کېدل روان دي.

هغه په دې وېډیو کې وايي، دا سیمه ملي پارک اعلان شوی، خو د ماشیني یا برقي ارو په وسیله‌ یې د نښتر ونې پرې کېږي.

بهیرګل صابري مشال راډیو ته وویل، له خپلو ملګرو سره‌ نورستان ته ولاړ چې مرکز پارون ته نږدې د طبیعي ځنګلونو په پرې کېدو ورپېښ شو.

ښاغلی صابري د طبیعي ځنګلونو پرې کول د زورواکو او مافیايي کړیو کار بولي او له طالبانو غواړي چې مخه‌یې ونیسي.
ښاغلی صابري د طبیعي ځنګلونو پرې کول د زورواکو او مافیايي کړیو کار بولي او له طالبانو غواړي چې مخه‌یې ونیسي.

صابري زیاتوي: "په غره کې نږدې دوه ساعته مزل دی چې هغه سیمې ته رسېږو. کله چې موږ په لار کې پلي روان وو، ما د ماشیني یا برقي ارې غږونه واورېدل. کوښښ مې ډېر وکړ چې هلته خلک پیدا کړم چې له دوی سره وغږېږم چې ولې دا خلک په اره ونې پرې کوي. لږ مخکې چې ولاړو د چارتراشو لرګي مو ولیدل چې مېخونه‌ یې پرې وهلي و او راښکل‌یې."

ښاغلی صابري د طبیعي ځنګلونو پرې کول د زورواکو او مافیايي کړیو کار بولي او له طالبانو غواړي چې مخه‌یې ونیسي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره سم، په ټولنیزو رسنیو کې په ډېر شمېر وېډیوګاڼې خپرې شوې چې ښيي، له کونړ، پکتیا او نورو سیمو پاکستان ته د چارتراش/دابونه قاچاقېږي.

راپورونه وايي، طالبانو په کونړ کې له پاکستان سره د ډیورند پر کرښه د نواپاس لاره هم پرانیستې. اوس اندېښنه پر دې ده چې د دې لارې پرانیسته به پاکستان ته د چارتراشو قاچاق ډېر اسانه کړي.

د نورستان مخکېني والي حافظ عبدالقیوم هم په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، په وروستیو ورځو کې له نورستان او کونړ نه په بې‌رحمانه ډول د ځنګلونو د پرې کېدو خبر ورکړل شوی.

هغه هیله ښودلې چې مسؤلان د دې چارې مخنیوی او عاملانو ته‌یې سخته سزا ورکړي.

حافظ عبدالقیوم هیله ښودلې چې مسؤلان د دې چارې مخنیوی او عاملانو ته‌یې سخته سزا ورکړي.
حافظ عبدالقیوم هیله ښودلې چې مسؤلان د دې چارې مخنیوی او عاملانو ته‌یې سخته سزا ورکړي.

خو طالبان بیا وايي، د ځنګلونو د پرې کېدو او د چارتراشو د قاچاق په اړه جدي پلټنه کوي.

د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، له مسؤلو چارواکو د پېښې په اړه پلټنه کوي او وروسته به‌یې جزئیات شریک کړي.

د طالبانو له واکمنۍ وړاندې هم د افغانستان له ختیځه د ځنګلونو د وهلو او د چارتراشو د قاچاق راپورونه خپرېدل، تر دې چې د جمهور رئیس غني په مشرۍ مخکېني حکومت په دې برخه کې سخت دریځ خپل کړ او دا ډول خپل‌سرۍ یې منع کړې.

هغه مهال هم مسؤلانو د ځنګلونو وهل او د چارتراشو قاچاق د زورواکو او سیمه‌ییزې مافیا کار باله.

خو دا چې طالبان به د دې خپل‌سرۍ مخه ونیسي او له عاملانو سره به‌یې څه ډول چلند وکړي، لا یې ځواب روښانه نه‌دی.

د افغانستان په ختیځ کې کونړ او نورستان او تر خوا یې د ننګرهار یو شمېر ولسوالۍ په طبیعي ځنګلونو پوښلي غرونه لري چې ملي شتمني ګڼل کېږي، خو تېرو ۲۰ کلونو کې د دې ځنګلونو پرې کول او د نښترو قاچاق‌یې دا شتمني د له‌منځه تللو له ګواښ سره مخ کړې ده.

XS
SM
MD
LG