د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال دې افغانستان یوازې نه پرېږدي:عمران خان


وزیر اعظم عمران خان انځور - ارشیف
وزیر اعظم عمران خان انځور - ارشیف

د پاکستان وزیراعظم عمران خان پر نړیواله ټولنه له افغانستان سره د رابطو د جاري ساتلو په ضرورت زور راوړی او ویلي یې دي چې په دغه نازک وخت کې د هېواد ولس یوازې پرېښودل نه دي پکار.

د پاکستان سرکاري راډیو د خبر له مخه د سېپټېمبر پر ۱۴مه د روس له ولسمشر ولادمیر پوتین سره په ټېلېفوني خبرو کې عمران خان افغانستان ته په فوري توګه د بشري مرستو پر رسولو او د هغه هېواد له یوه اقتصادي بحرانه د ژغورولو پر ضرورت ټینګار وکړ.

عمران خان په دې لړ کې د پاکستان او روس نېږدې همکاري او مشاورت مهم وبلل. نوموړي وویل چې د افغانستان امن او استحکام د سیمې امنیت او سوکالي لپاره ډېر اهمیت لري.

خو بل پلو ګڼ افغانان د پاکستان دا هڅې په خپلو چارو کې مداخلت بولي چې پاکستان یې ردوي.

د پاکستان او روس مشرانو تر دې مخکې د اګست پر ۲۵مه د افغانستان په اړه ټېلېفوني خبرې کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG