د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له ازبکستانه د افغان پایلټانو ایستل پیل کړ


امریکا د هغو روزلو افغان پایلټانو چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو مخکې له خپلو کورنيو سره یې ازبکستان ته پناه وړې وه، له هغه هېواده د وتلو بهیر پيل کړ.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې دغه پایلټان او کورنۍ به‌ یې په لومړي ګام کې په متحده عربي اماراتو کې د امریکا یوې پوځي اډې ته وړل کېږي.

یوه پایلټ د خپل نوم نه‌ ښودلو په شرط روېټرز اژانس ته ویلي چې متحده عربي اماراتو ته‌یې د وړلو بهیر د سېپټمبر پر ۱۲مه نېټه (یکشنبه) پیل شوی دی.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د تېرې شنبې په ورځ وویل چې له ازبکستانه د ۵۸۵ پایلټانو او د کورنیو د ایستلو لپاره‌ یوه موافقه تېره اوونۍ د امریکا او ازبکستان ترمینځ شوې ده.

دغه پایلټان او کورنۍ یې تېره میاشت چې کله طالبان پر افغانستان واکمن شول، له خپلو پوځي الوتکو سره ازبکستان ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG