د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کابل هوايي ډګر ته پروازونه بیا پیلوي


د پاکستان نړيوال هوايي شرکت الوتکه. انځور - ارشیف
د پاکستان نړيوال هوايي شرکت الوتکه. انځور - ارشیف

د پاکستان نړيوال هوايي شرکت (پي ای اې) ویاند وايي چې دوی له راتلونکې اوونۍ د اسلام اباد او کابل ترمنځ د خپلو مسافر وړونکو الوتکو پروازونو بیا بحالولو پلان لري.

د پي ای اې ویاند عبدالله حفیظ خان د سېپټېمبر پر ۱۱مه اې اېف پي خبري اژانس ته وویل چې د دوی هوايي شرکت ته د پروازونو د فعالولو ټولې تکنیکي اجازت نامې ورکړل شوې دي.

نوموړی وویل چې د پې ای اې لومړی چارټرډ پرواز به د سېپټېمبر پر ۱۳مه له اسلام اباده کابل ته ورځي.

خو تر اوسه معلومه نه ده چې پي ای اې به کله له افغانستان سره عادي پروازونه بحال کړي.

د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، له هغه هېواد سره تجارتي الوتنې درېدلې دي.

مخکې د سېپټېمبر پر نهمه د قطر اییر ویز نومي هوايي شرکت په یو ځانګړي پرواز کې شاو خوا ۲۰۰ کسانو د کابل له هوايي ډګره پرواز وکړ.

دا پر دغه میدان د طالبانو کنټرول حاصلولو وروسته له هغه ځایه لومړی مساپر وړونکې پرواز و.

د اګست پر ۱۵مه پر کابل د طالبانو کنټرول تر لاسه کولو وروسته، د پاکستان حکومتي هوايي شرکت پي ای اې، د یوې اوونۍ لپاره له کابله پروازونه جاري ساتلي وو. خو بیا پي ای اې د اګست پر ۲۲مه اعلان وکړ چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ پروازونه په موقتي ډول ځنډوي.

پي ای اې د پروازونو د ځنډولو لامل د سهولتونو کمې او د کابل هوايي ډګر په ځینو برخو کې د خځلې ډېرونه و ښودل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG