د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيواله ټولنه دې له طالبانو سره تماسونه او پر اصولو ولاړ مذاکرات جاري وساتي: ګوتېرېش


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش - انځور، ارشيف
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش - انځور، ارشيف

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت سره تماسونو ته دوام ورکړي او دغه جګړه ځپلی هېواد له اقتصادي سقوط څخه وژغوري.

ګوتېرېش دا څرګندونې له فرانس پرېس خبري اژانس سره په يوه مرکه کې کړې چې نن (د سېټېمبر پر ۱۰مه) خپره شوې ده.

نوموړي پر دې مهال وويل: "که موږ غواړو چې افغانستان د ترهګرۍ په ځاله بدل نه ‌شي، ښځې او نجونې هغه حقوق، چې په تېرو کلونو کې یې ترلاسه کړي، له لاسه ورنه‌کړي، او که غواړو چې مختلفې قومي ډلې احساس وکړي چې استازیتوب‌ یې کېږي، نو موږ باید له طالبانو سره تماسونه او داسې مذاکرات وساتو چې پر اصولو ولاړ وي."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړه: "دا زموږ مسولیت دی چې له هغو خلکو سره، چې ډېر کړېدلي دي، پیوستون وښیو، له هغو خلکو سره چې ملیونونه‌ یې د لوږې له امله د مړینې له خطر سره مخامخ دي."

د ګوتېرېش مرکه نن له هغه وروسته خپره شوې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې خبرداری ورکړی وو چې د پیسو د لېږد مخنیوی هغه هېواد او اقتصاد یې د پرزېدو له خطر سره مخامخوي.

ډېبرا لاینز د سېپټېمبر پر نهمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته په وینا کې وویل چې طالبانو ته باید پر داسې مهال یو چانس ورکړل شي چې هغه بنسټپاله ډله له جګړو څخه د حکومت کولو پر لوري د ګامونو اخیستو هڅې کوي.

نوموړې ۱۵ کسیزې شورا ته وویل،"ژر باید یوه داسې طریقه ولټول شي چې ورسره افغانستان ته د پیسو د لېږد بهیر پیل شي چې د اقتصاد د ړنګېدو او ټولنیز نظم د ګډوډېدو مخه ونیول شي."

د نوموړې په خبره،" که پر افغانستان بندې شوې پیسې خلاصې نه شي نو اقتصاد به یې زښت وځپل شي چې له وجې یې میلیونونه خلک د بېوزلۍ او لوږې ښکار کېدای شي او له هغه هېواده د 'کډوالۍ' لامل ګرځېدای شي."

طالبانو تېره میاشت پر داسې مهال په کابل کې غرب پلوه حکومت ړنګ کړ چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو له افغانستانه خپل سرتېري ایستل.

د طالبانو تر واکمنۍ مخکې هم افغانستان له وچکالۍ، د هېواد دننه د خلکو له بې کورۍ او له بشري بحران سره مخامخ وو.

هغه مهال به بهرنیو هېوادونو د افغانستان د بودیجې تر ۷۵ سلنه زیاته برخه ورکوله چې هغه لړۍ پر هېواد د طالبانو تر کنټرول وروسته ودرېده.

امریکا د افغانستان بانک د شاوخوا ۱۰ اربه ډالرو شتمنیو زیاتره برخه کنګل کړې ده چې د هغه هېواد پر نویو واکمنانو یې د فشار د وسیلې په توګه وکاروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG