د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپینه ماڼۍ وايي بیړه نه لري چې طالبان په رسمیت وپېژني


جېن ساکي په سپینه ماڼۍ کې د خبري غونډې پر مهال - انځور له ارشیفه
جېن ساکي په سپینه ماڼۍ کې د خبري غونډې پر مهال - انځور له ارشیفه

سپينه ماڼۍ وايي، بیړه نه لري چې طالبان په رسمیت وپېژني خو له افغانستانه د امریکایانو د ایستلو لپاره به ورسره خبرې کوي.

دا خبره د سپينې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي د سېپټېمبر پر اتمه تر هغې یوه ورځ وروسته وکړه چې طالبانو خپل حکومت او سرپرسته کابینه اعلان کړه.

ساکي په کنفرانس کې د طالبانو د کابینې او په افغانستان کې د ایسارو امریکایانو د راایستلو په تړاو زیاته کړه چې "دا یوه سرپرسته کابینه ده چې پخواني او اوسني طالب وسله وال پکې شامل دي. موږ [کابینه] نه تایید کړې او نه موږ ویلي چې په رسمیت یې پېژنو، نه يې د پېژندنې لپاره بیړه لرو ځکه چې تر دې مخکې ډېر څه شته چې هغوی یې باید وکړي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل وروستي خبري کنفرانس کې له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو جوړولو هیله وښوده.

طالبانو دمګړۍ د هوایي ډګر او سېسټمونو تر بیا فعالېدو پورې له هېواده د خلکو پر بهر وتلو بندیز لګولی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG