د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: ماين چاودنو کې د معذوره شویو کسانو پرلت دوام لري


په ډېره اسماعيل خان کې د ځمکلاندې ماينونو پرضد مظاهره.انځور-ارشېف
په ډېره اسماعيل خان کې د ځمکلاندې ماينونو پرضد مظاهره.انځور-ارشېف

د جنوبي وزیرستان کوټکۍ سیمه کې په ماین چاودنو کې د معذوره شویو کسانو احتجاجي ناسته نن (د سېپټېمبر پر ۱۰مه) په پينځمه ورځ هم دوام لري.

په مظاهرچیانو کې ۲۵ هغه کسان هم شامل دي چې په سیمه کې د ماین په چاودنو کې ټپي شوي او معذوره شوي دي.

دوی غوښتنه کوي چې سیمه دې له ماینونو څخه پاکه کړل شي، مالي مرستې دې ورسره وشي، ملازمتونه دې ورکړل شي او په چاودنو کې وژل شویو ته دې"شهدا پېکېج" ورکړل شي.

په دغه اړه د سېپټېمبر پر ۱۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي وزیرستان مشر رحمت شاه مسید وويل چې حکومت د جنګ ځپلو خلکو غوښتنو منلو ته سنجیده نه دی.

نوموړی وايي، حکومت يو څو ورځې مهلت ورڅخه غوښتی دی او دوی به ورته انتظار باسي، خو که غوښتنې یې نه منل کېږي نو احتجاجونه به نور هم پراخ کړي.

بلخوا د سیمې مرستیال کمېشنر خالد اقبال وايي، د ماین چاودنو له ځپلو سره به تر حکومتي پالیسي لاندې مرسته کوي او دوی ته به د ملازمتونو ورکولو لپاره د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت ته سپارښتنه کوي.

نوموړي زیاته کړې، له لوړ پوړو چارواکو سره به د ماینونو پاکولو د عمل ګړندي کولو لپاره هم خبره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې سږکال د جون پر ۱۰مه نېټه په پېښور های کورټ کې د جنوبي وزیرستان پينځو قانون پوهانو یو درخواست جمع کړی وو چې پکې له عدالته غوښتنه شوې وه چې حکومت دې د شهدا پېکېج له مخې د ماين په چاودنو کې اغېزمنو کسانو او کورنيو ته د مرستې په توګه پیسې ورکړي.

په درخواست کې ويل شوي چې په تېرو څو کلونو کې په جنوبي وزيرستان کې د ماین شاوخوا ۱۷۸ چاودنې شوې چې پکې ۸۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ معیوبه شوي دي.

حکومت تر اوسه عدالت ته کوم ځواب نه دی ورکړی او نه يې هم د ماین چاودنو په اړه رسمي شمېرې خپرې کړې دي.

سویېلي وزیرستان کې ماین چاودنې دوه تنه پرهارژلي کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د جنوبي وزيرستان په ګډون په ځينو نورو قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ ضد جکړې پر مهال ماينونه اېښودل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې په جنوبي وزيرستان کې يې ځينې سيمې له ماينونه پاکې کړې خو ځايي خلک وايي چې دا کار دې ژر تر ژره بشپړ شي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG