د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر منظور پښتین او عثمان کاکړ د مبینه برید ضد لاریونونه


شمالي وزیرستان کې د پي ټي اېم مشر منظور پښتین باندې د مبینه برید پرضد لاریون

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین،د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخواني سېنېټر عثمان کاکړ او د دوی پر نورو ملګرو د روانې مارچ میاشتې پر ۱۴مه نېټه د خیبر پښتونخوا له مانسهرې سره نږدې د مبینه برید پر ضد نن د پاکستان په ګډون د نړۍ په هغو برخو کې چېرته چې د غورځنګ پلویان دي، په احتجاجونو راوتي دي.

په شمالي وزیرستان کې د پي ټی اېم یو مخکښ سید انور داوړ وايي چې په پېښور، کوټه، ډېره اسماعیل خان، د شمالي وزیرستان په شوه، میرلي او نورو ښارونو کې د برید پرضد احتجاجونه شوي دي. د نوموړي په خبره تر ماښامه به د پښتون ژغورنې غورځنګ ملګري د پاکستان په ګڼو ښارونو او بهرنیو هېوادونو کې احتجاجونه ترسره کړي.

سید انور داوړ وايي، دوی د امن لپاره غږ پورته کوي، هر چېرته چې وغواړي اییني حق لري چې ولاړ شي او مخه دې یې نه نیسي. دی وايي، د پي ټي اېم د احتجاجونو موخه او غوښتنه دا ده چې منظور احمد پښتین د امن تحریک مشر دی، ده ته ایین او قانون دا حق ورکړی دی چېرته چې وغواړي هلته تلای شي. د نوموړي په وینا د جنګ پرضد او د امن په ملاتړ د خپل دې ږغ له اوچتولو یې هېڅوک نه شي بندولای. او نه دې یې مخه نیول کېږي.

.شمالي وزیرستان: د پي ټي اېم پر مشر منظور پښتین د مبینه برید پرضد لاریون
.شمالي وزیرستان: د پي ټي اېم پر مشر منظور پښتین د مبینه برید پرضد لاریون

د پي ټي اېم یو بل محکښ عبدالله ننګیال تور ولګاوه چې پر منظور پښتین او عثمان کاکړ باندې د کرایه شویو خلکو برید کړی دی، دی زیاتوي چې د دې ترشا یې موخه دا ده چې پي ټي اېم د امن له لارې واړوي او تشدد ته یې ولمسوي.

ننګیال وویل، دا اول ځل نه دی چې پر مشر یې برید کېږي. تر دې وړاندې په مومندو کې ډپټي کمیشنر راووتی او د منظور پښتین مخه یې ونیوله، له کوټې سره په کچلاغ کې یې هم پر مشر منظور پښتین باندې برید وکړ او مخه یې ورته ونیوله. د ده په خبره دا هرڅه د دې لپاره کوي چې د پي تي اېم ملګري تشدد ته راوکاږي. خو د ده په خبره دوی نړۍ ته دا ښودل غواړي چې دوی پرامنه خلک دي او هېڅکله جنګ نه غواړي او پاکستان دې هم د جنګ له کاروباره لاس واخلي او پښتانه دې امن ته پرېږدي.

پر منظور پښتین او عثمان کاکړ د برید دعوه

د پي ټي اېم په وینا او پر ټولنیزو رسنیو د خپرو شویو ویډیوګانې له مخې وايي، د خیبر پښتونخوا له مانسهرې سره نېږدې یې پر ګاډي د کاڼو برید شوی او یو شمېر کسانو ورته پر سړک خنډونه درولي ول، خو د سیمې پولیس دا تور ردوي.

منظور احمد پښتین د مارچ پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې دی د خالي پر ورځ د غورځنګ له یو شمېر غړو او مشرانو او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له سیاستوال او پخواني سېنېټر عثمان کاکړ سره یو ځای په بټګرام کې غونډې ته تللي ول.

پښتین وايي، شاوخوا نیمه شپه چې له بټګرامه ستنېده نو د مانسهرې له ټول پلازې سره نېږدې ځینو کسانو پر سړک خنډونه ودرول او بیا یې دوی ته "ښکنځلې" وکړې، پر ګاډي او د غورځنګ پر غړو یې کاڼي وورول چې پکې د ده ځینې ملګري برسېرن ټپیان شول او د ګاډي ښیښه یې ماته شوه.

د نوموړي په وینا، هغو کسانو یې "ګاډی له اوله په نښه کړی وو چې څنګه ګاډی ورورسېد، هغوی ودراوه او لار یې بنده کړه."

د پښتین په خبره، کله چې د ده دوو ملګرو د خنډونو لیرې کولو هڅه کوله نو هغو خلکو یې پر ملګرو "تشدد شروع" کړ. دی زیاتوي: "پر موږ یې ټماټر راغورځول او تیږې یې راغورځولې. له هغې زموږ د ګاډي ښیښه ماته شوه. بیا موږ په مشکله لار جوړه کړه، چې کوم وخت موږ روان شو نو هغوی هوايي [ډزې] وکړې. "

منظور پښتین دعوه وکړه چې هغه خلک د ټول پلازې او ورسره د پوځ د نیشنل لاجېسټېک سېل (اېن اېل سي) کارکوونکي ول. د ده په خبره، هغه کسان "په ساده جامو کې ول ځکه چې د ټول پلازه کې هېڅوک نه وو موجود او دلته د اېن اېل سي والا کار کوي.''

که څه وړاندې د مانسهرې پولیس چارواکي له مشال راډيو سره په خبرو کې ویلي ول چې د پي ټي اېم مشر منظور پښتین پر انټرچېنج رامنځ ته شوي اخ و ډب کې لاس نه لري خو اوس د یادې سیمې په یوه تانه کې د منظور پښتین، عثمان کاکړ او ځینو نورو ملګرو خلاف پولیسو خپله پرچه پرې کړې او تور یې لګولی چې دوی د ادارو ضد نارې وهلې دي خو پي ټي اېم دغه تورونه نه مني.

د پولیسو مخکینی دریځ

د مانسهرې د پولیسو مشر اصف بهادر دا تور ناسم بولي او وايي، هغه کسان "د ټول پلازې او اېن اېل سي کارکوونکي نه ول.''

نوموړي د مارچ ۱۴مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، په مانسهره کې د "تحریک انقلاب" په نوم یوه ډله ده چې پر "سړک یې احتجاج کاوه." بهادر ادعا وکړه چې ده د پېښې ویډیوګانې لیدلې دي چې پکې ښکاري چې احتجاجیانو او د پي ټي اېم کسانو د یو بل پر ضد نعرې وهلې.

د ده په خبره، کله چې د غورځنګ غړو "خنډونه لیرې کړل او روان شول نو د هغوی له ګاډي یو کس کوز شو، ډزې یې وکړې او ځینې کسان یې د ټوپک په کونداغونو ووهل. دا هر څه په ویډیو کې ښکاري.''

اصف بهادر وویل، منظور پښتین په دې اخ و ډب کې نه دی ککړ او زیاته یې کړه چې تر اوسه یې د هېڅ لوري پر وړاندې کارروايي نه ده کړې.

د پولیسو مشر البته دا و نه ویل چې د تحریک انقلاب غړو ولې او په څه د شپې مهال احتجاج کاوه.

خو پښتین وايي، دا لومړی ځل نه دی چې پر ده او ملګرو یې برید کېږي او یا یې مخه نیول کېږي.

د مارچ پر اوومه نېټه نوموړی د غورځنګ له مخکښانو او پلویانو سره په مومندو کې د ورکو کسانو یوه پرلت ته روان وو چې په یکه غونډ کې یې انتظامي چارواکو مخه ونیوله او ضلعې ته یې له داخلېدو وګرځاوه. انتظامیه وايي، په مومندو کې یې د قانون ۱۴۴مه دفعه نافذ کړې وه چې ورسره سم، په ولسي غونډو بندیز وو.

تر دې مخکې د مارچ پر لومړۍ نېټه، انتظامیې او امنیتي سرتېرو منظور پښتین د بلوچستان په چمن کې د عوامي نیشنل ګوند د یوه سیاستوال اسد خان اڅکزي تر فاتحې وروسته له صوبې وایست. انتظامیه وايي، د عامه نظم ګډوډۍ مخنیوي په موخه یې د غورځنګ پر مشر صوبې ته پر ورتګ بندیز لګولی دی.

XS
SM
MD
LG