د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت دې د افغانستان په اړه خپله تګلاره پارلېمان ته وړاندې کړي: بلاول


د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري. انځور- ارشیف
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري. انځور- ارشیف

د پاکستان پیپلز ګوند مشر ویلي، حکومت دې د افغانستان په اړه خپله تګلاره د بحث لپاره پارلېمان ته وړاندې کړي.

بلاول بوټو زرداري د سېپټېمبر پر اتمه په ملتان کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان حالات پر پاکستان ژور اغېز لري او پکار ده چې حکومت د دغه هېواد په هکله پالیسي جوړولو لپاره پارلېمان په اعتماد کې واخلي.

تر دې وړاندې د پاکستان د حزب اختلاف ځینو نورو ګوندونو هم له حکومته غوښتنې کړي چې د افغانستان په اړه پر پاکستانۍ تګلارې دې په پارلېمان کې بحث وشي.

خو لیکوال او څېړونکي زاهد حسېن په دې هکله د سېپټېمبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، دی فکر نه کوي چې په دې هکله دي په پارلېمان کې بحث وشي او یا هم ګټورې نتیجې ورکړي.

"په عامه توګه د ملک پر مهمو مسلو په پارلېمان کې بحث ضروري وي چې په سلا او مشوره د ملک په ګټه یوه پالیسي جوړه شي، خو زموږ په ملک کې دا روایات نه شته. بل اوس هم اپوزیشن ګوندونه په دې لړ کې په متفقه توګه غږ نه پورته کوي. نو په زما خیال دوی پوه دي چې په پارلېمان کې د افغانستان په اړه تر ممکنه بحث وړاندې مقتدرو ادارو پالیسي جوړه کړې او عملي کړې ده."

د زاهد حسین په وینا، زیاترو اپوزیشن ګوندونو هم د خپلو حکومتونو پر مهال د دې ډول حساسو معاملاتو په اړه په پارلېمان کې له بحث څخه ډډه کړې ده.

بلخوا په پېښور پوهنتون کې د سیمه ییزو مطالعاتو د څانګې مشر ډاکټر سرفراز خان وايي، په پاکستان کې سیاسي ګوندونو تل هڅه کړې چې د بهرنیو تګلارو جوړولو لپاره په پارلېمان کې بحث وشي او د دوی په مشوره تګلارې جوړې کړل شي.

نوموړی وايي: "په عامه توګه دا ویل کېږي چې د پاکستان خارجه پالیسي او په خاصه توګه د افغانستان په اړه پالیسي سیاسي واکمنان نه بلکې پوځي واکمنان جوړوي. خو بیا هم سیاسي ګوندونو خپل جدوجهد جاري ساتلی چې د خلکو په رایو جوړ شوی پارلېمان دا پالیسیانې جوړې کړي. دا یو مسلسل جدوجهد دی چې د پوځي ایسټېبليشمېنټ او سیاسي ګوندونو ترمنځ همېشه روان وي. په دې کې زیاتره وخت ایسټېبليشمېنټ برلاسی وي او کله کله پکې د سیاسي حکومتونو او پارلېمان خبره هم ومنل شي."

خو د دفاعي چارو څېړونکی پخوانی بريګیډیېر سید نذير وايي، د نړۍ په پرمخ تللیو جمهوري نظامونو کې هم د حساسو او دفاعي نوعیت پر مسلو د پوځ او دفاعي ادارو مشوره مهمه ګڼل کېږي.

نوموړي دا تاثر هم رد کړ چې ګنې د هېواد په بهرنیو پالیسیو کې د پارلېمان فېصلې نه عملي کېږي.

" ځینې داسې حقایق وي چې کېدای شي د پارلېمان غړو ته معلوم نه وي، نو پر هغوی دوی د ریاستي ادارو لخوا خبرول کېږي. دا په امریکا کې هم کېږي او په بريتانیا کې هم، یعنې په یوه پالیسۍ جوړولو کې حکومت او ریاستي ادارې شاملې وي. په امریکا کې د دې ډول تګلارو جوړولو پر وخت د دفاع وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او کانګریس خپلې خپلې رایې لري، خو بیا په متفقه توګه یوه د منځ لاره اختیار کړل شي او د ټولو په ګډه یوه پالیسي مخې ته راشي. اوس که څوک وايي چې په پاکستان کې د پارلېمان د رایې اهمیت نشته نو بیا ولې پر دې موضوع په پارلېمان کې د بحث غوښتنه کوي؟"

سږکال د اګست پر ۳۰مه په راولپينډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر کې د قامي دفاع په هکله د دې هېواد د سېنېټ او قامي اسمبلۍ د کمېټیو غړیو ته د افغانستان په اړه تفصیلات ورکړل شو.

په دې کمېټیو کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف تر څنګ د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو استازي شامل دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG