د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان باید نړيوال نظر او اصول ته پام وکړي: شاه محمود قریشي


د پاکستان بهرنیو چارو وزير او د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر. عکس-ارشېف
د پاکستان بهرنیو چارو وزير او د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر. عکس-ارشېف

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ويلي چې طالبان بايد نړيوال نظر او اصولو ته احترام وکړي.

شاه محمود قريشي د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه له بريتانوي ټېليويژن ((سکای نيوز )) سره د مرکې پر مهال زياته کړه، که چيرې طالبان په واک کې وي، نو هغوی بشري او اقتصادي مرستو ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړه، د طالبانو لخوا په داسې نه کولو سره اقتصادي سقوط رامنځ ته کېدلای شي چې ښه عواقب به ونه لري.

افغانستان کې بدلون ته د پاکستان سياسي ګوندونو غبرګون ولې سوړ دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

قريشي په عين حال کې پر نړيوالې ټولنې ټینګار وکړ چې د ۹۰مې لسیزې په څیر دې افغانستان یوازې نه پرېږدي ځکه د ده په خبره په دې سره ممکن کورنۍ جګړه وشي او هرڅه ګډوډ شي، او له دې سره ښايي هغو ډلو ته فضا مساعده شي چې ټول ورڅخه په وېره کې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې نړیواله ټولنه دې مخکې تر دې چې پر طالبانو باور وکړي، هغوی دې وازمایي او و دې ګوري چې دوی پر خپلو ژمنو عمل کوي او که نه.

طالبانو د اګست له ۱۵مې دپنجشېر ولايت پرته پر ټول افغانستان ولکه ټينګه کړې ده او ښايي ډېر ژر د نوي حکومت اعلان وکړي. خو نړيوالې ټولنې پر دوی غږ کړی چې بايد يو ټول شموله حکومت رامنځ ته کړي او هلته بشري حقونو او د بيان ازادۍ ته احترام وکړي.

XS
SM
MD
LG