د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره مذاکرات د امریکا د ماتې منل وو


محمود خان اڅکزي دا څرګندونې د اګست پر ۲۸مه په کوټه کې د افغانستان د حالاتو په تناظر کې وربلل شوې خبرې غونډې ته کړې دي.

د پښتونخوا ملي عوامي‌ ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې له طالبانو سره خبرې اترې کول د امریکا له خوا د ماتې منل وو.

نوموړي دا څرګندونې د اګست پر ۲۸مه په کوټه کې د افغانستان د حالاتو په تناظر کې وربلل شوې خبرې غونډې ته کړې دي.

محمود خان اڅکزي ادعا وکړه چې امریکا له منتخب افغان حکومت سره دا زیاتی وکړ چې له هغوی څخه له پوښتنې پرته یې له طالبانو سره خبرې وکړې.

ده وویل، "دا مذاکرات په اصل کې د امریکا د شکست اعتراف وو، لکه څنګه چې یې له ویتنام څخه د وتلو لپاره په پېرس کې د پردو شاته مذاکرات کړي وو."

دا د طالبانو لخوا د افغانستان تر بیا نیول کېدو وروسته د محمود خان اڅکزي لومړۍ خبري غونډه وه.

له طالبانو سره د مذاکراتو پر مهال د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په وار وار افغانستان ته سفرونه وکړل او هلته يې له افغان چارواکو، سياستوالو او مدني فعالانو سره د هغه په وينا د سولې پروسې پرمختګونه شريکول او د هغوی نظرونه يې اخيستل.

ملا برادر (ښي لور ته) او خليلزاد (کيڼ لور ته)
ملا برادر (ښي لور ته) او خليلزاد (کيڼ لور ته)

نوموړي وروسته د ۲۰۲۰ز کال د فېبروري پر ۲۹مه په دوحه کې د امريکا په استازيتوب له افغان طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړ.

د محمود خان اڅکزي په مشرۍ پښتونخوا ملي عوامي ګوند په افغانستان کې د وسله والو طالبانو جګړه د پاکستان مداخلت بللی وو.

نوموړي په خپلو ویناوو کې په وار وار پر طالبانو هم غږ کړی وو چې له جګړې لاس واخلي او د خبرو اترو له لارې په افغانستان کې امن ته لاره هواره کړي.

هغه وویل چې طالبان باید مهرباني وکړي، د ورورولۍ چلند خپل کړي او له ټولو سره په ګډه لنډمهاله حکومت او بیا وروسته انتخابات وکړي.

ده زیاته کړه، "پاکستان له طالبانو سره مرسته کړې وه، د هغه معنا دا نه ده چې اوس به د طالبانو بهرنۍ تګلاره هم دوی پرمخ وړي."

نوموړي د افغانستان د ملي بېرغ پر سر رامنځ ته شوې لانجې ته په اشاره وویل چې په دې بېرغ کې وار له مخه کلیمه لیکل شوې ده نو طالبان باید له دې سره ستونزه ونه لري.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې دا هم وویل چې که افغانان پاکستان ته ورتګ غواړي، نو پاکستان باید هغوی ته اجازه ورکړي‌.

کابل کې د افغانستان ملي بیرغ په ننګه راوتلی لاریون: ۲۰۲۱، ۱۹م اګست
کابل کې د افغانستان ملي بیرغ په ننګه راوتلی لاریون: ۲۰۲۱، ۱۹م اګست

محمود خان اڅکزي د اګست پر ۲۸مه وویل چې د امریکا له وتلو وروسته اوس په خپله د دې سیمې د هېوادونو ذمه واري ده چې حالات قابو کړي.

ده وویل، "اوس د پاکستان، ایران، چین او په مشکل کې ګیر افغانستان د عقل امتحان دی چې هغوی څه ډول دا باوري کوي چې دا سیمه بیا د مستو سانډانو د ټکر میدان نشي."

ده وویل چې په دې لړ کې تر ټولو زیاته ذمه واري د پاکستان او ایران ده او دا هیوادونه به په هر صورت د افغانستان د استقلال خیال ساتي.

محمود خان اڅکزي وویل چې پاکستان، ایران او چین ته هم خطر پېښ دی.

ده د پاکستان پوځ ته په اشاره زیاته کړه چې اوسني حالات د جنرالانو د سمبالولو نه دي او په کار ده چې په ملک کې د ایین بالادستي قایمه کړل شي.

ده وویل چې پاکستان باید له افغانستانه څخه د خپلې پينځمې صوبې جوړولو خوبونه پرېږدي او د افغانستان خپلواکۍ ته احترام وکړي.

پاکستان د افغان حکومت او په پاکستان کې د پښتنو ملتپالو دا تورونه تل رد کړي چې ګواکې دوی د افغانستان خپلواکۍ ته احترام نه کوي او يا هلته لاسوهنه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG