د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کورونا ناروغۍ ۹۸ نور کسان وژلي دي


په کراچۍ کې يوه ښځه ماسکونه خرڅوي.انځور-ارشېف
په کراچۍ کې يوه ښځه ماسکونه خرڅوي.انځور-ارشېف

په پاکستان کې په تېرشواروز کې کوويډ-۱۹ ناروغۍ ۹۸ کسان وژلي چې ورسره په دې هيواد کې د مړيو شمير ۲۶ زره ۳۳۰ ته رسېدلی دی.

د کورونا وايرس په اړه د پاکستان حکومتي وبپاڼې د سېپټېمبر پر اوومه نيټه ليکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کورونا وايرس ۳۳۰۰ څخه زياتې پيښې ثبت شوې دي چې ورسره د ۲۰۲۰ز کال د فېبرورۍ راهيسې د ټولو وړجنو کسانو شمېر ۱۱ لکه ۸۶ زره څخه اوښتی دی. خو په دې هېواد کې ۱۰ لکه ۶۷ زره څخه زيات کسان له کورونا وايرسه رغېدلي هم دي.

بل خوا په پاکستان کې د کورونا وايرس واکسين ورکولو بهير هم دوام لري.

د کورونا وايرس د څار ملي ادارې (نيشنل کمانډ اېنډ اپريشن سېنتر) په خپله وبپاڼه ليکلي چې د سېپټېمبر اوومې پورې په ټول هېواد کې دوه کروړ ۵۸ زره څخه زيات کسان په بشپړه توګه واکسين شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG