د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي د کووېډ-۱۹ وبا له وجې بلدیاتي انتخابات ځنډوي


په کورمه کې یو کس خپله رایه کاروي - انځور له ارشیفه
په کورمه کې یو کس خپله رایه کاروي - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا حکومت د بلدیاتي ادارو او ټاکنو لپاره پارلېماني سېکرټر فضل الهي وايي، په صوبه کې د بلدیاتي انتخاباتو ځنډولو یوازینۍ وجه د کورونا وایرس وبا ده.

نوموړي دا خبره پر داسې مهال کړې ده چې په صوبايي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو سیاستوالانو پر حکومت انتقاد کړی او دریځ لري چې د خرابې کارکردګۍ له وجې د انتخاباتو بایللو وېره لري نو ځکه یې ځندوي.

خو فضل الهي د سېپټېمبر پر شپږمه مشال رېډیو ته وویل چې حکومت په جمهوریت او تر ټیټې کچې د واک پر انتقال باور لري او غواړي چې بلدیاتي ټاکنې ژر تر ژره وشي. "په پاکستان کې بلدیاتي انتخابات د پوځي امریت پر مهال شوي ول او تر هغې وروسته په جمهوري حکومت کې یوازې د پاکستان تحریک انصاف [په واکمنۍ کې] وشول. اپوزیشن دا خبره کوي چې موږ له بلدیاتي انتخاباتو تښتو، موږ بالکل نه یو تښتېدلې، بهانې نه جوړوو، موږ تیار یو خو د الله امر ته ګورو چې دا وبا کنټرول شي نو په سمدستي توګه به دا انتخابات وکړو."

د خیبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د بلدیاتي ټاکنو لپاره لومړی د ۲۰۲۱ز کال اپرېل او بیا د سېپټېمبر او اکتوبر میاشتې یادې کړې وې او صوبايي کابینې د دې منظوري هم ورکړې وه . وروسته د اګست پر ۱۲مه د خیبرپښتونخوا د حکومت ویاند کامران بنګښ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ته وویل چې د وبا او د کال په اخري میاشتو کې د یخنۍ له وجې اوس بلدیاتي انتخابات نه شي کولای خو دا معامله به د بحث لپاره کابینې ته وړي.

د اپوزیشن ګوندونو دریځ

بلخوا د خیبرپښتونخوا د حکومت مخالفه ګوندونه وايي چې حکومت ناکامه شوی او په بلدیاتي انتخاباتو کې د ماتې خوړولو له وجې له ځنډه کار اخلي. د خیبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د مسلم لیګ (ن) ګوند غړي سردار خان وویل چې په هېواد کې ګراني او بېروزګاري زیاته شوي ده نو حکومت ویرېږي چې خلک به ورته د ګټلو لپاره زیاتې رایې ور نه کړي. "حکومت ته حالات سم نه دي، ډېره زیاته ګراني او بېروزګاري ده. که حکومت له نورو ګوندونو سره اتحاد کوي نو هغه بېله خبره ده ،خو دوی بلدیاتي انتخابات نشي ګټلی."

د خيبر پښتونخوا حکومت په دوو مرحلو کې د بلدیاتي انتخاباتو کولو لپاره په قانون کې د بدلون مسوده تیاره کړې ده.

ځینو مخالفه ګوندونو پر دې ترمیمي مسوده تنقید کړی او وايي چې حکومت ټیټې سطحې ته واک منتقلول نه غواړي.

په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند غړي نثار احمد مومند مشال رېډیو ته وویل چې په اسمبلۍ کې د اپوزیشن د بلدیاتي ټاکنو په اړه د پوښتنو باوجود د واکمن تحریک انصاف غړي پر دې موضوع بحث نه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د بلدیاتي حکومتونو جوړېدل د صوبې او په خاصه توګه د قبایلو لپاره ډیر ضروري دي. "زما دا خیال دی چې حکومت د خپل واک په موده کې بلدیاتي انتخابات نه شي کولای ځکه چې دوی وبا بهانه کوي."

د پاکستان پیپلز ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي احمد کنډي مشال رېډیو ته وویل چې په بلدیاتي ټاکنو کې نور ځنډ د ایین خلاف ورزي ده او باید حکومت خپلې کارکردګۍ ته پام وکړي. "بلدیاتي ټاکنې [کول] د انتخاباتي کمېشن او د حکومت ذمه واري ده. د ایین په ۳۲م ارټیکل (ماده) کې د ادارو د مضبوطولو او ارټیکل ۱۴۰ کې د بلدیاتي ټاکنو خبره شوي ده."

په خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي ادارو د کار موده د ۲۰۱۹ز کال په اګست مياشت کې پای ته رسېدلې وه او د قانون له مخې نوې ټاکنې بايد په ۱۲۰ ورځو کې دننه شوي وای.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG