د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د سعودي، قطر او ابوظهبۍ له مشرانو سره د افغانستان پر وضعیت غږېدلی دی


د وزیراعظم دفتر وايي، عمران خان د سېپټېمبر پر پینځمه د سعودي، قطر او ابوظهبۍ له چارواکو سره ټېلېفوني خبرې وکړې - انځور له ارشیفه

د پاکستان وزیراعظم د سعودي عرب، قطر او ابوظهبۍ له مشرانو سره د افغانستان په ګډون پر دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړې دي.

د سېپټېمبر پر پینځمه د وزیراعظم له دفتره په خپرو شویو بیانونو کې راغلي چې عمران خان د اتوار (یکشنبې) پر ورځ د سعودي عرب له وليعهد محمد بن سلمان، د قطر له امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني او د ابوظهبۍ له وليعهد محمد بن زاید سره جلا، جلا ټېلېفوني خبرې کړې دي.

بیانونه وايي، وزیراعظم له عرب مشرانو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې نړیوال باید په دې مهم پړاو کې له افغان ولس او د افغانستان د بیاودانۍ په برخه کې مالي مرستې وکړي.

د وزیراعظم د دفتر په وینا، شهزاده محمد بن سلمان او عمران خان په افغانستان کې د ټولشموله سیاسي جوړجاړي پر ارزښت سلا شول.

په یوه بل بیان کې د وزیراعظم دفتر ویلي چې عمران خان محمد بن زاید ته وویل چې د افغانانو د امنیت او د حقونو د خوندیتوب لپاره ټولشموله سیاسي حللاره تر ټولو غوره ده.

طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل ونیوه. له هغه وخت راهیسې پاکستانیو چارواکو د افغانستان د راتلونکې په اړه سفارتي هلې ځلې زیاتې کړې دي.

XS
SM
MD
LG