د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې هوايي ډزو لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي


طالبان وايي، دا ډزې د پنجشېر د سقوط په اړه د ناسمو راپورونو له خپرېدو وروسته د طالبانو وسله والو کړي. انځور - ارشیف
طالبان وايي، دا ډزې د پنجشېر د سقوط په اړه د ناسمو راپورونو له خپرېدو وروسته د طالبانو وسله والو کړي. انځور - ارشیف

د افغانستان ځینو رسنیو خبر ورکړی چې په کابل کې د درېيم سېپټېمبر په شپه په هوايي ډزو کې ۱۷ کسان وژل شوي دي.

شمشاد او طلوع دواړو ټېليويژنونو دا خبر ورکړی دی.

د طالبانو د فرهنګي کميسيون مرستيال مشر احمدالله وثیق مشال راډیو ته ویلي چې دا ډزې د پنجشېر د سقوط په اړه د ناسمو راپورونو له خپرېدو وروسته د طالبانو وسله والو کړې دي.

وثیق د ډزو له وجې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې د طالبانو يو مرستیال مشر مولوي محمد یعقوب مجاهد په راتلونکو کې د دې پېښو د مخنیوي لپاره امنیتي چارواکو ته سپارښتنه کړې ده.

بلخوا د جلال اباد د حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر هم ویلي دي چې په ننګرهار کې د دې ډزو له کبله ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر څلورمه هم په پنجشېر کې د طالبانو او مقاومتي ډلو ترمنځ د نښتو راپورونه دي.

پنجشېر یوازینی ولایت دی چې یو شمېر اوسېدونکو یې د طالبانو له واکمنۍ سره مخالفت ښودلی او له دې ډلې سره یې د یو ځای کېدو لپاره خپل شرایط وړاندې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG