د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند د وفاقي حکومت له خوا د سکولونو لپاره د یو نصاب عملي کولو پرېکړه رد کړه


د کراچۍ د یوه ښوونځي په ټولګي کې ماشومانې کتاب لولي - انځور له ارشیفه.
د کراچۍ د یوه ښوونځي په ټولګي کې ماشومانې کتاب لولي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان په ښوونځیو کې د یو ډول تعلیمي نصاب پلي کولو پرېکړه جنجالي شوې او د سیند حکومت یې له منلو انکار کړی دی. هلته د پاکستان د مدرسو د چارو ادارې وفاق المدارس په دې اړه دریځ نه دی څرګند کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وفاقي حکومت غواړي چې د ټول هېواد په سکولونو کې یو ډول نصاب عملي شي. اوسمهال څلور واړه صوبې سرکاري ښوونځیو ته نصاب جوړوي او شخصي تعلیمي ادارې هم مختلف نصاب کاروي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د ټول هېواد د ابتدايي ښوونځيو لپاره د یو ډول نصاب د پیل غونډې ته وویل چې له پخوا راهیسې یې پلان درلود چې دا کار وکړي. "له ۲۵ کلونو راهیسې مې دا نظریه وه او فکر مې وو چې یوه ورځ به په پاکستان کې ټول زده کوونکي یو نصاب لولي. دا دی نن دا کار وشو. خو اوس هم ستونزې شته. ډېری خلک وايي، دا کار ناشونی دی ځکه چې هغه کسان چې باید په دې اړه پرېکړه وکړي، خپل بچي یې په انګرېزي ښوونځیو کې زده کړې کوي. موږ د [پاکستان] تر جوړېدو وروسته د نصاب یو کولو پر ځای د انګرېزۍ ژبې نصاب [ښوولو] ته دوام ورکړی او د دې له امله مو تعلیم په بېلا بېلو طبقو او ټولیو وویشل شو. نو اوس به له یو نصاب سره یو ملت او یو فکر جوړ شي."

په کراچۍ کې د یوې مدرسې زده کوونکي د درس پر مهال - انځور له ارشیفه
په کراچۍ کې د یوې مدرسې زده کوونکي د درس پر مهال - انځور له ارشیفه

خو د سیند حکومت د وفاق د چمتو کړي نصاب له منلو انکار کړی دی.

د سیند د تعلیم وزیر سردار شاه د اګست پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، تر ۱۸م اییني ترمیم وروسته هره صوبه واک لري چې خپل نصاب جوړ کړي. "د تعلیمي چارو واک له صوبې سره دی، وفاق دا واک نه لري. هره صوبه کولای شي چې خپل نصاب جوړ کړي. موږ د وفاق د نصاب د منلو پابند نه یو. د وفاقي حکومت له لوري د یو نصاب عملي کولو په اړه به موږ خپله غونډه کوو او د ساینس او ریاضۍ پر کتابونو خبره کېدای شي، خو په نورو مضمونونو نه شي کېدای. موږ د درسي کتابونو بورډ لرو چې د نصاب لپاره یوه شورا لري."

د وزیراعظم په مشرۍ د یو نصاب پیل غونډې ته د سیند د تعلیم وزیر او سېکرټر هم وربلل شوي ول خو هغوی ورنغلل.

د پاکستان وفاقي حکومت وايي، د څلور واړه صوبو، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر د ټولو ابتدايي ښوونځیو له لومړي ټولګي څخه تر پینځم ټولګي پورې یې یو نصاب اعلان کړی دی چې په ټولو سکولونو او مدرسو کې به عملي کېږي.

خو د پاکستان د مدرسو د چارو ادارې وفاق المدارس لا پر دې موضوع څه نه دي ویلي.

د پاکستان حکومت په وینا، د هېواد په سرکاري او شخصي ابتدايي ښوونځیو کې شاوخوا درې کروړه ماشومان زده کړې کوي او اته لکه ماشومان په انګرېزۍ ژبې تعلیم ترلاسه کوي. حکومت وايي، په هېواد کې تر ۲۶ لکه څخه زیات ماشومان په مدرسو کې داخل دي او د ټولو ماشومانو لپاره نصاب، د زده کړو طریقه او د هغوی د امتحانونو نظام له یو بله جلا دی چې حکومت یې د یووالي هڅه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG