د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزی ضلعې په یو سکول کې ۲۵ تنه کورونا وهلي


د خیبر پښتونخوا د یو پرایمري سکول پخوانی عکس
د خیبر پښتونخوا د یو پرایمري سکول پخوانی عکس

د خیبر پښتونخوا د اورکزی ضلعې په دره ګړۍ بهرام زو کې د سرکاري سکول په زده کوونکو او ښوونکو کې د کورونا وایرس تر موندل کېدو وروسته هغه سکول بېرته تړل شوی دی.

د یادې ضلعې د تعلیم محکمې مشر فرید الله محسود د اګست پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، په ښوونځي کې د کورونا ۲۵ کېسونه مخې ته راغلي چې له مخې یې تر ۱۰ ورځو د دې سکول د تړلو فیصله کړې ده.

‎د تعلیم محکمې مشر زیاتوي، که په داسې حال کې یاد ښوونځی پرانېستل شي نو کېدای شي چې په ټوله ضلع کې کورونا وایرس یو وارې بیا زيات شي.

بلخوا د سیمې مدني فعالان وايي، حکومت دې خلک او تعلیمي ادارې په دې مجبوره کړي چې له کورونا وایرسه د حفاظت پر لارښوونو عمل وکړي.

د ماموزو بلال الدین اورکزی وايي، حکومت دې د ضلعې په تعلیمي ادارو کې له کورونا وایرسه د حفاظت چارې وڅاري او بند سکول دې تر هغې بیرته نه پرانیزي چې حالت یې جوړ شوی نه وي.

په دې اړه مو د اورکزی ضلعې له انتظامي مشر محمد خالد سره د خبرو هڅې وکړه خو کامیابه نه شو.

خو د صحت محکمې ضلعي مشر ډاکټر عدنان ګل وویل، دوی لګیا دي چې د کورونا وایرس مخنیوی وکړي خو که خلک ورسره مرسته ونکړي نو سخت بندیزونه به ولګوي.‌

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په تېر یو شواروز کې د کورونا وایرس له وجې ۱۲۰ کسان مړه شوي دي.

د پاکستان د روغتيا څانګې د وېبپاڼې تر مخه دغه وایرس په تيرو ۲۴ ساعتونو کې څلور زره ۱۹۱ کسان وهلي چې دا ډول په دې هېواد کې د کورونا وايرس وهلو کسانو ټول شمېر ۱۱ لکه او څه باندې ۴۸ زرو ته رسېدلی دی.

د اګست تر ۲۸ مې له دې وايرسه په پاکستان کې ۲۵ زره او ۵۳۵ کسان مړه شوي خو څه باندې ۱۰ لکه او ۲۹ زره ترې بېرته رغېدلي هم دي.

بلخوا د پېښور انتظامیې ویلي، کومو کسانو چې د اګست تر ۳۱مې د کورونا واکسین ونه لګول، د هغوی د موبایل ټېليفونونو سيمونه به بند کړل شي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG