د اګست پر ۲۸مه د امریکا په مشرۍ کې د کابل هوايي ډګر له لارې له افغانستانه د خلکو د اېستلو بهير وروستي پړاو ته داخل شوی دی.
د امریکا پوځ وايي، دوی په دې باور دي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو تر وروستۍ نېټې یعنې د اګست تر۳۱مې وړاندې هم پر کابل هوايي ډګر له افغانستانه د خلکو د ايستلو عملیاتو ته باوري ګواښونه دي.
له کابله د خپلو وګړو او افغانانو ایستلو په بهیر کې ښکيلو تر ۲۰ زياتو اتحادي هيوادونو کې ډيری هغو ويلي چې دوی د خلکو ايستلو بهیر د اګست پر ۲۷مه پای ته رسولی دی.
سپينې ماڼۍ ويلي دي چې په تير يو شواروز کې امریکا او اتحادي هيوادونو يې د کابل له هوايي ډګره ۱۲،۵۰۰ کسان ايستلي دي.
واشنګټن وايي چې د اګست تر ۲۸مې یې له افغانستانه يو لک پينځه زره کسان ايستلي دي.