د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسيه وايي، د افغانستان په امن او سوکالۍ کې دلچسپي لري


د روسي ولسمشر د دفتر ویاند دیمیتري پیسکوف. انځور - ارشیف
د روسي ولسمشر د دفتر ویاند دیمیتري پیسکوف. انځور - ارشیف

روسيه وايي، په افغانستان کې د واکمن شويو وسله والو طالبانو په اړه به له هغه وروسته خپل دریځ په ډاګه کړي چې لومړی د دې ډلې کړنو لیدو ته انتظار وکړي.

د روسيې ولسمشر د دفتر ویاند دیمیتري پیسکوف د اګست پر ۲۶مه په ماسکو کې خبریالانو ته وویل چې روسيه د افغانستان په امن او سوکالي کې دلچسپي لري.

نوموړي ویلي، دوی باور لري چې پر طالبانو به له نېږدې نظر ساتل وي چې هغوی ثبات څنګه ټینګوي او د خلکو خوندیتوب څنګه باوري کوي.

پیسکوف ویلي چې په دې لړ کې تر ټولو لومړی د افغانستان ولس دی او بیا هلته د روسي سفارتکارانو امنیت دی چې د ده په وینا د روس لپاره تر ټولو مهم دی.

نوموړي ویلي، داسې ښکاري چې روس به په افغانستان کې د رامنځ ته کېدونکو مسلو په اړه له امریکا سره په رابطه کې و اوسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG