د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې بمي چاودنې درې پوځیان وژلي


د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه زیارت کې یوې چاودنې د لیویز ځواک درې عسکر وژلي دي.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني د اګست پر ۲۶مه پر ټویټر لیکلي چې دا پېښه د زیارت له منګي ډېم سره هغه وخت شوې چې د لیویز ځواک موټر د سړک پر غاړه پر ښخ شوي بم ختلی دی.

د ده په وینا، په وژل شويو کې د لیویز مېجر، حوالدار او سپاهي شامل دي.

بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې "بلوڅ لیبرېشن ارمي" د دې پېښې زمه واري منلې ده.

بل پلو د صوبې په بلوڅ مېشته سیمه پنجګور کې هم د سړک غاړې بم چاودنې د سرحدي ځواک یو عسکر وژلی او دوه یې ژوبل کړي دي.

د هغې پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG