د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو له بشري حقونو سختې سرغړونې کړې دي: ميشل باشله


د بشري حقونو د کمېشن مشره میشل باشله
د بشري حقونو د کمېشن مشره میشل باشله

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېشن مشرې میشل باشله ویلي معتبره راپورونه یې ترلاسه کړي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ځینې ملکیان او پوځیان اعدام شوي او د ښځو حقونه محدود شوي.

هغې دا خبره د اګست په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په یوه بیړنۍ ناسته کې وکړه. نوموړې زیاته کړه چې له هغو سیمو چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، دوی ته د بشري حقونو د جدي‌سرغړونو په اړه راپورونه رسېدلي دي.

نوموړې وويل: ((موږ راپورونه لرو چې ملکي وګړي او د افغان ملي‌امنيتي ځواکونو غړي په دار ځړول شوي دي. همداراز د ښځو په حقونو محدودیتونه لګېدلي. د ښځو په تګ راتګ بندیز او ښوونځيوو ته د جينکيو د تګ مخنيوی په دې محدوديتونو کې شامل دي.))

نوموړې دا هم وويل چې طالبانو د خپل کنټرول لاندې سيمو کې په خپلو ليکو کې د ماشومانو سرتیرو ګمارنه کړي او د سوله ییزو مظاهرو مخنيوی یې کړی دی.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دې ويلي خو په پخوا وختونو کې يې ويلي وو چې جينکۍ به د شريعت په چوکاټ کې تعليم کولی شي. دوی د اګست په ۱۵مه د افغانستان سر ښار کابل ته ننوتل او حکومت یې ونيو. د اګست په ۱۸مه په جلال اباد کې يو تن هغه مهال د طالبانو په ډزو کې ووژل شو چې غوښتل یې په يو چوک کې د افغانستان ملي‌بېرغ ولګوي.

په همدې حال کې د اګست په ۲۴مه د افغانستان په اړه د جي سيون يا د نړۍ اوه لويو اقتصاد لرونکو غونډه کوي. په جي سېون ډله کې امریکا، کېنېډا، برتانیا، ايټلي، فرانس، جرمني، او جاپان شامل دي چې نن به یې مشران له افغانستانه د خلکو د ویستلو لړۍ او د امریکايي ولسمشر جو بایډن لخوا له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د ایستلو اخري نېټه د اګست له ۳۱ مې نه پس د ممکنه غځولو په اړه خبرې اترې کوي.

د برتانيه په بلنه جوړه شوې دې انلاين غونډه کې به د غړیو هېوادونو مشران د انساني حقونو د تحفظ او د نړیوالو اړیکو په هکله د طالبانو رویې ته په کتو سره پر هغوی دبندیزونو یا د هغوی په رسمیت پیژندلو په هکله په یوه ګډه تګلاره بحث کوی.

XS
SM
MD
LG