د لاسرسي ځای

تازه خبر

که طالبان خپلو جنایتونو ته دوام ورکړي، غوښتنې یې نه منو: امریکا


ارشیف، د ننګرهار طالبان
ارشیف، د ننګرهار طالبان

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر طالبانو ته خبرداری ورکوي، که تاوتریخوالي او جنایتونو ته دوام ورکړي، هغو غوښتنو ته به یې پام ونه شي چې له نړیوالې ټولنې یې لري.

انتوني بلېنکن چې د افغان کډوالو لپاره یې د یوه نوي پروګرام د پېژندنې په پروګرام کې خبرې کولې وویل، طالبان په نړیواله کچه د رسمیت پېژندنې، له تورو نوملړونو د خپلو مشرانو د نومونو د ایستلو او نړۍ ته په ازاد ډول د سفر غوښتونکي دي، خو په خبره یې، که دا ډله تاوتریخوالی او جنایتونه کم نه کړي، دا غوښتنې به یې و نه منل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

بلېنکن زیاته کړه: "موږ په بېلابېلو سیمو کې چې د طالبانو تر برید لاندې دي، د دوی د جنایتونو شاهدان یوو. دا راپورونه د اندېښنې وړ او د منلو نه دي. دا يوه لویه مسله ښیي او هغه دا چې طالبان راتلونکي کې د ډېرو شیانو په لټه دي. دوی د نړیوالې پېژندنې او نړیوال ملاتړ په هڅه کې دي. دوی غواړي مشران یې په ازاد ډول نړۍ ته سفر وکړي، دوی د بندیزونو پای غواړي. خو که طالبان په زور د هېواد د نيولو او یا هم د شوېو جنایتونو عاملان وي، له دوی سره هېڅ یو شی، کېدونکی نه دی."

طالبانو! د خبرو مېز ته راسره زنګون په زنګون کېنئ کنه په جګړه به مو زنګنونه درمات کړم.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته، له دې هېواد سره د تل‌پاتې همکارۍ ډاډ هم ورکړ او زیاته یې کړه، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به یوه سیاسي حل ته د رسېدو برخه کې خپله ډیپلوماسي روانه وساتي.

بلېنکن وویل، امریکا په افغانستان کې یوه سیاسي حل ته ژمنه ده او په دې برخه کې به د سیمې له هغو هېوادونو سره چې په افغانستان د ثبات او ډموکراسۍ پلوي کوي، خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال له طالبانو غواړي چې جنایات او تاوتریخوالی پای ته ورسوي چې په کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې داعش او طالبان د غزني په مالستان کې د ۴۰ ملکیانو په وژنه تورن کړي او زیاتوي، که دا پېښه کره وي، جنګي جنایت ګڼل کېدای شي.

دې سفارت پرون دوشنبه (د زمري ۱۱مه) هم وویل، طالبانو په سپین بولدک کې په لسګونه ملکي وګړي د غچ اخېستنې په لړ کې وژلي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت دا یو جنګي جنایت بللی او زیاتوي، دا پېښې باید وڅېړل شي او په سیمه کې مسوول طالب وسله‌وال او قوماندانان یې باید ځواب ووايي.

امریکا په وروستیو کې په ښکاره د طالبانو پر وړاندې یو څه سخته ژبه کاروي. د دې ترڅنګ د افغانستان ملي دفاع وزارت تاییدوي چې امریکايي الوتکو په هرات او لښکرګاه کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي.

د دې وزارت یو چارواکي د نوم نه اخېستو په شرط ازادي راډیو ته وویل، په دې بریدونو کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د امریکا هوايي بریدونه او دا ډول څرګندونې د دوحې د هوکړې خلاف بولي.

دفاع وزارت تاییدوي چې امریکايي الوتکو په هرات او لښکرګاه کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي.
دفاع وزارت تاییدوي چې امریکايي الوتکو په هرات او لښکرګاه کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي.

دغه ډله له امریکا غواړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه و نه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له هغه وروسته د طالبانو پر وړاندې سخته ژبه کاروي چې ولسمشر اشرف غني هم د اګست پر دویمه نېټمه د ملي شورا په فوق‌العاده غونډه کې وویل، ده خپل انتخاب کړی او اوس باید طالبان له سولې او جګړې یو وټاکي.

هغه وویل، یا له طالبانو سره په صادقانه ډول د خبرو مېز ته زنګون په زنګون کېني او یا به یې د جګړې په میدان کې زنګنونه ورماتوي.

XS
SM
MD
LG