د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملتپالي ګوندونه وايي، د پښتنو ودان کور افغانستان بیا وران کړل شو


کندوز کې یوه مارکېټ د جګړې پر مهال اور اخیستی. ۲۰۲۱، ۰۸ اګست
کندوز کې یوه مارکېټ د جګړې پر مهال اور اخیستی. ۲۰۲۱، ۰۸ اګست

پښتنو ملتپالو ګوندونو په افغانستان کې د منتخب حکومت په ختمولو خپګان ښودلی او د افغان حکومت ختمول یې د دولت او جمهوریت پرضد برید بللی دی. دوی وايي، په افغانستان کې چې واک له هرچا سره وي، باید دا هېواد امنیت ته ولاړ شي او نور هېڅ جنګ و نه شي.

د عوامی نیشنل ګوند صوبايي جنرل سېکرېټري او د صوبايي اسمبلۍ غړي سردار حسېن بابک مشال رېډیو ته وویل، ''پکار ده چې امن راشي، د ټولو مسئلو د هواري لپاره لارې شته دي، که په حکومت کې د راتلو خبره وي، نو د هغې لاره موجوده ده، او له هغې لارې به په حکومت کې راځي، خو بیا هم خلک پوهه دي چې په دغه طریقه (د ووټ له لارې) هغوی (طالبان) په اقتدار کې نه شي راتلی.''

د بابک په خبره نن ډېره د بدمرغۍ ورځ ده چې د پښتنو دا ودان کور "افغانستان بیا وران کړل شو."

د قامي وطن پارټۍ صوبايي مشر سکندر حیات شېرپاو مشال ریډیو ته وويل، دوی غواړي چې په افغانستان کې په راتلونکې کې د ولس په خوښه سیاسي حکومت جوړ شي، او باید د نړۍ ټول هېوادونه په دغه هیواد کې د جوړ جاړي او په راتلونکې کې د یوه ښه جمهوري حکومت د جوړولو لپاره خپل کردار ولوبوي.

''څومره ژر چې کېدای شي، د دې مسلې سیاسي هواری دې راواېستل شي، په دې کې د افغان ولس د رایې احترام هم پکار دی. او څومره سټیک هولډرز (حصه داران) چې دي هغه دې په اعتماد کې واخیستل شي، موږ تمه لرو چې پاکستان او ګاونډي هېوادونه دې په دې مسئله کې خپل مثبت کردار ولوبوي، چې هلته امن راشي.''

د پښتون ژغورنی غورځنګ یو مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د افغانستان پر وروستیو بدلونونو خپګان وښود او زیاته یې کړه چې دوی به تل د افغانستان له ولس سره ولاړ وي. د نوموړي په خبره هلته یو ریاست وو، جمهوریت جوړ شوی وو، دا د افغانستان د جمهوریت او ریاست پرضد برید دی، دا چې هر چا کړی او هر چا یې ملګرتیا کړې ده، دوی دغه خلک د افغانستان او افغان قام خائینان بولي.

XS
SM
MD
LG