د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان هنرمندان د هیواد د راتلونکي په اړه څه فکر کوي؟


د موسیقۍ بېلا بېل اوزار
د موسیقۍ بېلا بېل اوزار
پراګ: په داسې حال کې چې په رسنيو کې د امريکا او افغان حکومتونو تر مينځ د امنيتي تړون او د افغانستان د ۲۰۱۴ م کال نه وروسته حالت په څېر موضوعات تر بحث لاندې دي، افغان هنرمندان له موسيقۍ سره تړليو د خپلو کارونو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

ځيګر ساپی ځوان پښتون سندرغاړی دی چې په کابل کې د موسيقۍ ثبتولو يوه سټوډيو هم لري. دی وايي، څنګه څنګه چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو وخت رانيږدې کيږي، د دوی د هنري کارونو لړۍ هم ورسره ټکڼۍ کيږي.

نوموړی هيله من دی چې د خپلو هڅو په ترڅ کې به وکولای شي له روان غير يقيني صورت حال څخه بهر ته ووځي.

ځیګر ساپي وویل چې ً ګوره دا موږ نوي ځوانان، چې په موسيقۍ کې کار کوو، دا وخت مو کارونه بېخي په ټپه درېدلي دي. ځکه له ما سره اندېښنه ده چې په دې وطن کې به څه کيږي. مخکې به موږ په سټوډيو کې بلها کار کاوه. له هغه راهيسې چې د بهرنيو ځواکونو له هېواده د وتلو اوازې خپرې شوې دي، باور وکړئ هر څه همداسې ګونګ پاته دي. خلک موږ هنرمندانو ته ګوري چې په داسې حالت کې زموږ عکس العمل څه دی. که موږ همداسې چوپه خوله پاته شو، نوي فعاليتونه و نه لرو، زموږ هنر ته يوه ډېره غټه ضربه ده. نو توکل په خدای، کوشش کوو چې خپلو مشرانو سره کښېنو، پر دغه وضيعت خبرې وکړو، چې څنګه کولای شو موږ هم په دې کې ونډه واخلو، خدمت وکړوً.

پېژندل شوی افغان سندرغاړی حيات ګردېزی، چې د افغان هنرمندانو د يوې ټولنې مشري کوي، وايي چې په هېواد کې يې د سولې تضمين د دوی د هنري کارونو لپاره حياتي ارزښت لري. نوموړی زياتوي، غواړي د هېواد حکومتي واک اختيار يې هنر پلوه خلکو ته په لاس ورشي.

ګردېزي مشال راډیو ته وویل ً هنرمند تر بل هر څيز زيات سولې ته اړتيا لري. زموږ هنرمندانو په هېواد کې د سولې په خاطر ډېر کار کړای دی. زما يوه اندېښنه دا ده چې د افغانستان او پاکستان په پښتون مېشته سيمو کې ځينې خلک موسيقۍ ته ډېر بد رد وايي. زه په افغانستان کې داسې واکداران، چې د موسيقۍ ضد وي، هېڅ کله نه غواړم. هغه څوک چې د موسيقۍ د لارې ملګري وي، خدای دې يې راولي. موږ هنرمندان په افغانستان کې د سولې غوښتونکي يو، چې له يوه بل سره کار وکړوً.

په جلال اباد کې د هنرمندانو د يوې بلې ټولنې مشر، کمين استاد بيا ډاده دی چې له ۲۰۱۴ م کاله وروسته به د دوی هنري کارونه له ستونزو سره مخامخ نه شي. نوموړی د پښتو د ځينو نويو سندرو له معياره مطمين نه دی چې وايي، حکومت يې بايد د خپرېدو مخه ونيسي.

هغه وویل ً زه يو هنرمند يم او د هنرمندانو د ټولنې مشري هم کوم. زه د کابل تېلوېزيون له خپلې ښځې او بچيانو سره يو ځای نه شم کتای. داسې موسيقي دې هم نشر نه شي چې په شاعرۍ کې يې خرابې خبرې وي. د طالبانو يا مجاهدينو لخوا موږ کوم خطر نه احساسوو. د افغانستان خلک انشا الله په دې پوه شوي دي چې له ډاکټرانو او داسې نورو مسلکي کسانو سره سره هنرمندانو ته هم اړتيا لري. زه فکر نه کوم چې هغه پخواني خلک بيرته په حکومت کې راشيً.

په کابل کې يو پېژندل شوی سندرغاړی بريالی ولي بيا وايي، دی او ملګري سندرغاړي يې له دې امله چې آيا و به کولای شي د ۲۰۱۴ م کال نه وروسته خپلو هنري فعاليتونو ته دوام ورکړي؟ اندېښنې لري. نوموړی افغان حکومتي چارواکي ګرموي چې وايي، د موسيقۍ د ودې چارو ته هېڅ پاملرنه نه کوي.

بریالی ولي وايي ً هغه څوک چې په موسيقۍ کې کار کوي، يوه اندېښنه داسې لري چې نه پوهيږي چې موسيقي به په ۲۰۱۴ م کال کې پاتې شي؟ راډيو او تېلوېزيون چينلونه به همدغسې وي او که به نه وي؟ نړۍ ډېجېټل طرف ته روانه ده، خو موږ هم هغه زړې سټوډيوګانې لرو. د افغانستان چارواکي موسيقۍ پلو هېڅ توجه نه کويً.

د پولې دواړو خواو ته پښتانه سندرغاړي هيله من دي چې له سيمې به يې د جګړې ټغر ټول او په ترڅ کې به يې دوی وکولای شي د مينې او امن سندرو ويلو پيل کړې لړۍ پر مخ يوسي.
XS
SM
MD
LG