د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کورونا وايرس ۸۰ نور کسان وژلي


د پاکستان حکومت پر خلکو غږ کړی چې ځانونه دې واکسين کړي.عکس-ارشېف
د پاکستان حکومت پر خلکو غږ کړی چې ځانونه دې واکسين کړي.عکس-ارشېف

په پاکستان کې په تېر شواروز کې له کوويډ-۱۹ ناروغۍ ۸۰ کسان مړه شوي دي چې ورسره په هغه هېواد کې د وبا له پیل راهیسې د مړو رسمي شمېر له ۲۵،۰۰۰ څخه لوړ شوی.

د کورونا وايرس په اړه د پاکستان حکومتي وبپاڼې د اګست پر ۲۳مه ليکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کورونا وايرس ۳،۷۵۰ نه زياتې پيښې ثبت شوي دي چې ورسره د ۲۰۲۰ز کال د فېبرورۍ راهيسې د ټولو وړجنو کسانو شمېر ۱۱ لکه ۲۷ زره نه اوړيدلې دې خو يو ميليونه زيات ورڅخه رغېدلي هم دي.

بلخوا په هغه هېواد کې واکسيني بهير هم دوام لري.

د کورونا وايرس وبا د څار ملي اداري (نيشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنتر) پر ووبپاڼه لیکلي چې د اګست تر ۲۳مې سهاره په ټول هېواد کې تر ۱۳،۴۳۴،۶۰۵ کسان بشپړ واکسين شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG