د پاکستان او ویسټ انډيز کرکټ لوبډلو ترمنځ د دوهمې ټيسټ د سیالۍ د اګست پر ۲۳مه درېمه ورځ ده.
په کينګسټن کې روان د دې مېچ په لومړۍ پاڼۍ کې پاکستان ۳۰۲ منډې جوړې کړي. تر ټولو ډېرې منډې فواد عالم کړې چې ۱۲۴ دي. په ځواب کې یې ویسټ انډيز تر اوسه ۳۹ رنزونه کړي او درې لوبغاړي يې اوټ شوي دي.
تر دې مخکې لومړی ټيسټ لوبه ویسټ انډيز ګټلې وه.