د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بونیر پولیس وايي، یو ځوان او ښځه یې خپلوانو وژلي


د بونیر کلي او غرونه د ښایست لپاره شهرت لري.
د بونیر کلي او غرونه د ښایست لپاره شهرت لري.

د خیبر پښتونخوا د بونیر ضلعې په نوي کلي کې، د سېپټمبر پر ۲۵مه، یو واده کړی ځوان او د هغه ښځه د خپلو خپلوانو لخوا ووژل شول.

د بونير د ډګر تاڼې محرر سلطنت خان د سېپټمبر پر ۲۵مه، ناوخته مشال رېډيو ته وويل، د هلک او نجلۍ واده یو میاشت مخکې ترسره شوی و او هغوی د خپلو خپلوانو لخوا په دې وجه وژل شوي چې ګینې د هغوی د واده عسکونه او ويډیو کلیپونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.

پوليس چارواکی زياتوي چې د وژل شوې جينۍ د مور بخت زري په وينا يې د دې جينۍ د څلورو روڼو خلاف د قتل مقدمه درج کړې.

محرر سلطنت خان وايي:

"کله چې د واده جوړه شوې یوه ویډیو پر فیس بک وایرل ( زیاته خپره ) شوه نو په دې باندې ټوله کورنۍ خپه وه چې دا سم کار نه دی شوی. هغوی جینۍ په کور کې وژلې او هلک یې بهر لرې په غره کې وژلی دی."

نوموړي وايي، پولیسو جسدونه په خپله ولقه کې اخېستي او پوسټ مارټم ته یې لېږلي دي.

بلخوا د وژل شوي هلک خپلوانو لا هم څه نه دي ويلي. دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستيو کې په خېبرپښتونخوا کې د غېرت په نوم وژنې زياتې شوې دي.

د سیمې خلک ګڼي چې یاده شوې جوړه د ناموسي وژنو ښکار شوې ده. په بونیر کې یو ځايي خبریال نصیب یار چغړزي مشال راډیو ته وویل، دا د غیرت په نوم وژنه ځکه معلومېږي چې د پېښې رپورټ د جینۍ د مور لخوا شوی او نارینه مخې ته نه دي راغلي. نوموړی وايي، په نورو سیمو کې د واده ښادۍ د عکسونو یا ویډیوګانو په فیس بک خپرېدل اوس عامه خبره ده خو په بونیر کې خلک دا ډول کارونه د خپل دود ـ دستور خلاف عمل ګڼي.

ځايي خلک دا هم وايي چې واده کړی هلک د مبایل په استعمال سم نه پوهېده نو په غلطۍ ترې عکسونه او ویډیوګانې پر فیس بک تېر شوي دي.

د تحصیل ډګر یو مشر او مدني فعال افسر خان مشال راډیو ته وویل، پر دې پېښه ولس غمجن دی. هغه وايي، مبایل یو لوی سهولت هم دی خو کله کله د چا د ژوند دختمولو وجه هم ګرځي. نوموړی وايي، هغه ځوانان یا پېغلې چې د مبایل په استعمال سم نه پوهېږي نو ورله پکار دي چې په کوم (اپشن) نه پوهېږي نو په هغې کې دې ګوتې نه وهي، ګینې نو دا ډول پېښې به بیا هم مخې ته راځي.

XS
SM
MD
LG