د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانانو سره مرسته باید په افغانستان کې دننه یا ګاونډيو هیوادونو کې وشي: ترکیه او یونان


په افغانستان کې د طالبانو ولکې، مخ په خرابېدونکي اقتصاد او اوږد مهاله بشري ناورین په اروپا کې دا اندېښنې راولاړې کړي چې هسې نه د ۲۰۱۵ز کال د مهاجرت بحران بیا تکرار شي. (د ارشیف انځور)
په افغانستان کې د طالبانو ولکې، مخ په خرابېدونکي اقتصاد او اوږد مهاله بشري ناورین په اروپا کې دا اندېښنې راولاړې کړي چې هسې نه د ۲۰۱۵ز کال د مهاجرت بحران بیا تکرار شي. (د ارشیف انځور)

په داسې حال کې چې اروپا ته د مهاجرت د یوې نوې څپې په اړه اندېښنې ډیرې شوي، د یونان وزیراعظم او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان، د یونان وزیراعظم کېریاکوس میتسوتاکیس ته د اګست پر ۲۰مه د ټېلیفون له لارې ویلي چې اروپايي ټولنه باید د افغانانو مرسته په افغانستان کې دننه یا په ګاونډيو هیوادونو کې وکړي، ګنې نو د مهاجرت د یوې نوې څپې راتګ به حتمي وګرځي.

د نوموړي له دفتره په یو بیان کې ویل شوي چې که چیرې افغانستان کې کراري رانشي نو د مهاجرت کچه به نوره هم لوړه شي او د ټولو لپاره به یوه ننګونه (چېلنج) وي.

د یونان وزیراعظم هم ویلي چې باید د افغانستان له ګاونډیانو سره مرسته وشي چې دا ډول افغان کډوال خپلو کورونو ته نېږدې پاتې شي.

په افغانستان کې د طالبانو ولکې، مخ په خرابېدونکي اقتصاد او اوږد مهاله بشري ناورین په اروپا کې دا اندېښنې راولاړې کړي چې هسې نه د ۲۰۱۵ز کال د مهاجرت بحران بیا تکرار شي.

په دغه بحران کې تر یو ميلیون ډیرو خلکو په منځني ختیځ کې د بېوزلۍ او جګړو له کبله د ترکیې له لارې یونان او نورو اروپايي هیوادونو ته هجرت وکړ.

دا مهال په ترکیه کې د نړۍ له نورو هېوادونو د بېکوره شویو خلکو په ګډون څلور ميلیونه شامي او درې لکه افغان کډوال ژوند کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG