د بښنې نړيوال سازمان امنیسټي انټرنيشنل په خپل يو تازه راپور کې ويلي چې طالبانو روانه اګست میاشت کې يو شمیر هزاره ګان په بې دردۍ سره وهلي، ټکولي او وژلي دي.
سازمان زیاتوي چې دا یو بوږنونکې حالت څرګندوي.
دا راپور چې د اګست پر ۱۹مه جاري کړل شوې، پکې ويل شوي چې د هزاره سړو سره دا چلند او وژنې د اګست د څلورمې او شپږمې نېټې ترمینځ د غزني ولايت په مالیستان ولسوالۍ کې شوې دي.
په راپور کې د وژل شوو کسانو کره شمېره نه ده ښودل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په خپلو تازه څرګندونو کې په افغانستان کې د عامې معافۍ اعلان کړی دی.
طالبانو د اګست په ۱۵مه کابل ونيولو خو تر دا مهاله په افغانستان کې د طالبانو حکومت نه دی اعلان شوی.