د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوهېلي وزیرستان خلکو د علي وزیر د خوشې کولو لپاره مظاهره وکړه


د قامي اسمبلۍ استازی علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر میاشت کې حکومت د ریاست ضد څرګندونو په تور کې نیولی.
د قامي اسمبلۍ استازی علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر میاشت کې حکومت د ریاست ضد څرګندونو په تور کې نیولی.

د سوهېلي وزیرستان واڼه سلګونه اوسېدونکو د قامي اسمبلۍ د استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزیر د خوشې کولو لپاره احتجاجي مظاهره کړې ده.

د اګست پر ۱۳مه، د واڼه په رستم بازار کې په دې مظاهره کې په سلګونو ځايي وګړو ګډون وکړ او د پاکستان له حکومت او امنیتي ادارو یې غوښتنه وکړه چې په پارلیمان کې دې د هغوی منتخب استازی خوشې کړي.

پر دې مهال، له مشال راډیو سره په خبرو کې، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ځايي مشر، شان پشتین وویل چې په دې مظاهره کې مسیدو، دوتاڼيو، سلیمان خېلو او وزیرو ګډون کړی و. نوموړي زیاته کړه چې علي وزیر د سیمې استازی دی او د هغه په بند کې ساتل د سیمې ولس له خپلو حقونو نه بې برخې کول دي.

مظاهره چیانو وویل چې علي وزیر ناروغه دی او درملنې ته اړتیا لري.

له سوهېلي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ استازی علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر میاشت کې حکومت د ریاست ضد څرګندونو په تور کې نیولی او د کراچۍ په زندان کې یې ساتلی دی. علي وزیر دغه تورونه رد کړي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ دریځ لري چې د خپلو ایيني حقونو لپاره غږ پورته کول، د ریاست ضد ګام نه دی.

بل پلو پښتون ژغورنې غورځنګ هم وخت په وخت د علي وزیر د خوشې کولو لپاره خپل غږ پورته کوي. هغوی د علي وزیر د خوشې کولو لپاره قانوني لارې هم لټوي خو د دغو ټولو هڅو باوجود علي وزیر تر اوسه د پاکستان له بنده نه دی خلاص شوی.

تر دې وړاندې پر ټولنيزو رسنيو د سرچينو له قوله خبرونه خپاره شوي ول چې د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د جولای پر لومړۍ نېټه د پاکستان پارلېمان امنيتي کمېټۍ په غونډه کې د وزیر د خوشې کولو په اړه د پيپلز پارټۍ د مشر بلاول بوټو د غوښتنې په ځواب کې وويل چې "که علي وزير بښنه وغواړي، نو خوشې کوي يې."

خو د پاکستان پوځ په رسمي توګه دا نه و ويلي چې جنرال باجوه رښتیا هم داسې څرګندونې کړې وې او که نه؟ بلاول بوټو زرداري هم پر دې موضوع رسماً څه نه و ویلي. البته پر ټولنيزو رسنيو د دې خبرې تر خپرېدو وروسته پښتون ژغورنې غورځنګ تور پورې کړ چې د علي وزير پر ضد د مقدمې تر شا د پوځ لاس دی.

د غورځنګ يو مشر او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ هم د کمېټۍ په غونډه کې موجود و. هغه د اګست پر شپږمه له مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې د پارلېمانۍ کمېټۍ په غونډه کې د جنرال باجوه څرګندونې ښيي چې د علي وزير پر ضد مقدمه د پوځ په وينا جوړه شوې او د ځنډ ښکار ده.

خو د سهراب ګوټ د پوليسو مشر محبوب الهي وايي، په دې اړه څه نشي ویلای. "رياست چې کوم اېف ای ار درج کړی او موږ چې په دې اړه کوم چالان عدالت ته وړاندې کړی، پر هغه غږېدلای شم خو د دې تر شا څوک دي؟ زه نه يم په خبر."

خو د پاکستان پوځ په بیا بیا د دغسې تورونو په ځواب کې ويلي چې په سياسي چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه دې یې هم څوک په سیاست کې د ښکېلولو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG