د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د علي وزیر د طبي معاینې حکم وکړ


علي وزیر (د ۲۰۱۸کال تصویر)
علي وزیر (د ۲۰۱۸کال تصویر)

عدالت په کراچۍ کې پوليسو ته حکم کړی چې په زندان کې قېد، د قامي اسمبلۍ غړ‎ي او پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر علي وزير طبي معاينه دې وکړي.

د کراچۍ ترهګرۍ ضد يو عدالت د جولای په ۱۷مه کړې حکم کې ويلي چې د جېل سپرډنټ دې د دې طبي معايناتو راپور د جولای تر ۲۰مې پورې جج ته وړاندې کړي.

علي وزیر ډير په تکليف دی. د مقدمې اورېدنې په وخت نه شو ودرېدلی
ایډوکېټ قادرخان

د علي وزير وکيل ايډوکېټ قادر خان د جولای په ۱۸مه مشال ريډېو ته وويل چې موکل یې د ملا پر درد سربېره د پښتورګو ناروغي هم لري او زيات تکليف له وجې سم نه شې ګرځېدلی. قادر خان زیاته کړه: ((علي وزیر دومره په تکليف دی چې په عدالت کې د مقدمې اورېدنې په وخت ودرېدلی نه شو. پر چوکۍ ناست وو نو ځکه جج حکم وکړ چې د هغه طبي معاينه دې وشي.))

علي وزیر د ۲۰۲۰ کال د دیسمبر پر ۱۶مه پيښور پوليسو ونیوه او بیا یې د کراچۍ پولیسو ته وسپاره. پوليسو پر علي وزیر او ملګرو د پروسږ کال د دیسمبر پر شپږمه نېټه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې د ریاست ضد د وېنا او د خلکو راپارولو تور پورې شوی خو د هغه وکيل دا تورونه بې بنياده بولي.

کراچۍ زندان سرچينو پرون مشال راډيو ته وويل چې د عدالت په امريې په روغتون کې د علي وزير معاينه کولو وروسته نوموړی بیا زندان ته بيولی دی. د معايناتو د نتايجو په اړه څه تفصيل نه دی ورکړل شوی.

خو د سيند صوبې د اطلاعاتو وزير ناصر حسين شا د جولای پر ۱۸مه په کراچۍ کې په يوه خبري غونډه کې په لنډ ډول وويل چې "د علي وزیر علاج به کېږي او په ښه توګه به کېږي".

د علي وزیر سره د پښتون ژغورنې غورځنګ ځيني نور غړي هم نيول شوي وو چې وروسته په ضمانت خوشې شول.

د علي وزیر سره د بند او له پي ټي ايم د ممکنه ګوند جوړېدو په اړه مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:11 0:00

XS
SM
MD
LG