د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان به د افغانستان راتلونکې پرېکړه کوي: قریشي


قریشي وايي، هېواد به یې په افغانستان کې د سولې هڅو ته دوام ورکوي - انځور له ارشیفه
قریشي وايي، هېواد به یې په افغانستان کې د سولې هڅو ته دوام ورکوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې هېواد به یې د نړیوالې ټولنې دریځ او خپلو ګټو ته په کتو په رسمیت د طالبانو د پېژندو یا نه پېژندو په اړه فیصله کوي او دا چې د افغانستان راتلونکې پرېکړه به افغانان کوي.

نوموړي د اګست ۱۵مې پر ماښام په ملتان کې خبریالانو ته وویل چې اسلام اباد د دوحې په مذاکراتو کې مثبت رول ولوباوه او تر دې وروسته به یې هم لوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اګست پر ۱۵مه هېواد پرېښود او طالبان کابل ته ننوتل.

له قریشي چې پوښتنه وشوه چې ایا پاکستان به د پخوا په څېر د طالبانو واکمني په رسمیت پېژني یا نه نو هغه وویل، تر اوسه حالات روښانه نه دي نو هېڅ نه شي ویلای. "لومړۍ خبره دا ده چې یو کار شوی نه وي نو زه ورباندې څه ووایم؟ دویمه دا چې کله داسې حالت جوړ شي نو بیا به موږ نړیوال نظر او اتفاق رایې ته ګورو او ځمکنیو واقعیتونو او د پاکستان ګټو ته په کتو به مناسبه پرېکړه کوو."

قریشي وویل، پاکستان د خبرو له لارې د افغانستان د مسلې هواري او هلته سولې ته ژمن دی.

پر پاکستان تور پورې کېږي چې په افغانستان کې یې د طالبانو د وسله والو فعالیتونو او د سولې په بهیر کې یې د هغې ډلې ملاتړ کړی خو قریشي یو ځل بیا وویل چې "نه مو د افغانستان په داخلي چارو کې مداخلت کړی او نه یې په راتلونکې کې کوو. موږ په افغانستان کې د خپلې خوښې [واکمن] نه غواړو او د افغانستان د راتلونکې پرېکړه به افغانان کوي."

د قریشي تر څرګندونو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم یو بیان خپور کړی چې پکې یې ویلي چې اسلام اباد په افغانستان کې حالات له نېږدې څاري او هلته په سیاسي جوړجاړي کې خپلې مرستې ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۵مه طالبان کابل ښار ته ننوتل. د اګست له شپږمې راهیسې طالبانو د افغانستان لسګونه ولایتي مرکزونه ونیول چې پکې زیاتره بې له جګړې د هغوی لاس ته ولوېدل.

د اګست پر ۱۵مه افغان ولسمشر اشرف غني هېواد پرېښود او وروسته یې پر فېسبوک په بیان کې وویل چې د وینې بهېدو مخنیوي لپاره د افغانستان پرېښودو ته اړ شو.

ولسمشر غني په بیان کې ویلي چې طالبانو د ده د ګوښه کولو لپاره پر کابل او د کابل پر ولس د بریدونو پلان لاره نو ځکه "ما غوره وګڼله چې ووځم."

طالبانو د اګست پر ۱۵مه په بیان کې ویلي ول چې په زور او په جګړه کابل ته نه داخلېږي.

XS
SM
MD
LG