د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې یو مشکوک ځانمرګی بریدګر نیول شوی


د ننګرهار والي دفتر وايي، مشکوک بریدګر یې په پچیر و اګام ولسوالۍ کې نیولی دی

د ننګرهار د والي دفتر وايي، امنیتي سرتېرو یو مشکوک ځانمرګی بریدګر نیولی دی.

دفتر د اګست پر ۱۱مه په بیان کې ویلي چې مشکوک بریدګر خالد نومېږي چې د پچیر و اګام ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د وسله والو طالبانو قوماندان پر افغان امنیتي سرتېرو د ځانمرګي برید لپاره چمتو کړی وو.

بیان وايي، د ملي امنیت منسوبینو هغه بریدګر د پچیر و اګام ولسوالۍ په حدودو کې نیولی دی.

بیان زیاتوي چې خالد د خپل جرم اعتراف کړی دی او تر پلټنو لاندې دی.

XS
SM
MD
LG