د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نیمروز مرکز"زرنج" د چا لاس کې دی؟


د افغانستان د نيمروز ولایت مرکز زرنج. انځور - ارشیف
د افغانستان د نيمروز ولایت مرکز زرنج. انځور - ارشیف

افغان چارواکي وايي چې د افغانستان د نيمروز ولایت مرکز زرنج په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلی.

د دغه ولایت یوه چارواکي د اګست پر شپږمه، د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د اګست پر شپږمه شپه کنګ ولسوالۍ ونیوله چې د مرکز زرنج ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

د دغه چارواکي په خبره پر دغه مهال طالبانو ۳۵ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.

دې ولایتي چارواکي ویلي، طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې عکسونه خپاره کړي چې ګنې د زرنج په پينځه کیلومترۍ کې دي.

نوموړي زیاته کړه، ایران د اګست پر شپږمه د افغانستان پولې ته نېږدې د دې هېواد کډوالو ته یو کېمپ هم جوړ کړی دی.

یوه بل چارواکي هم، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، مشال راډیو ته وویل، له پرون (اګست شپږمې) ماښام راهیسې خلک هڅه کوي چې زرنج ښار پرېږدي.

د هغه په خبره پرون د ځینو امنیتي ځواکونو په ګډون ۴۰ فیصده ځايي اوسېدونکو د ایران لور ته ابریشم کېمپ ته کډې وکړې. د نيمروز ولایت پولیس هم تاییدوي چې د دې ولایت مرکز د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېد.

د دې چارواکي په وینا همدا وېره او ترهه د دې لامل شوه چې زرنج ښار له مقاومت پرته د طالبانو لاس ته ولوېږي.

دې چارواکي ویلي چې والي او ځینې حکومتي چارواکي د کمال خان بند لور ته ولاړل او اوس دا ښار د طالبانو په ولکه کې دی.

دا لومړی ولایت دی چې مرکز یې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېږي.

ها خوا د نیمروز ولایت پولیس هم تاییدوي چې د دې ولایت مرکز د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېد.

رویټرز خبري اژانس بیا د پولیسو له قوله وايي، د نیمروز مرکز زرنج ښار د اګست پر شپږمه وسله والو طالبانو ونیو.

د نیمروز ولایت د پولیسو یو ویاند چې رویټرز خبري اژانس ته یې د نوم له ښودو ډډه کوله وویل، د اضافي سرتېرو د نيشتوالي له امله زرنج ښار د طالبانو لاس ته ورغی.

طالبانو په دې وروستیو میاشتو کې لسګونه ولسوالۍ او بندرونه نیولي، د هرات او کندهار ولایت په ګډون د څو ولایتونو مرکزونه یې تر فشار لاندې راوستي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له پیل راهیسې په هغه هېواد کې جګړې زور نیولی او طالبانو یو شمېر ولسوالۍ نیولي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG