د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هرات په لسګونه مېرمنو د افغان ځواکونو په ملاتړ وسلې اخیستې


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د هرات په لسګونو مېرمنو په سمبولیک ډول د چهارشنبې په ورځ وسلې را واخېستې او په دې ډول یې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو ملاتړ څرګند کړ.

دا مېرمنې د هرات د پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان په کور کې راغوندې شوې وې او ویل یې چې دوی چمتو دي چې د نارینه وو ترڅنګ د هرات د ښار دفاع وکړي.

د دې مېرمنو له ډلې، رقیې او سوسن ازادي راډیو ته وویل: "غواړم دښمن ته دا څرګنده کړم چې زموږ هېواد او خلک یوازې نه دي، موږ ټول سره متحد یو، طالبان به له هېواده وشړو.

-موږ د امیر صاحب اسماعیل خان ملاتړ کوو، ما له پرون راهیسې د خپل هېواد د یو نیم زر کسانو لپاره ډوډۍ پخه کړې ده."

اسماعیل خان تردې مخکې د هرات له استوګنو غوښتي وو چې د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره منظم شي.

د هرات ښار له امنیتي کمربندونو سره د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

XS
SM
MD
LG