د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان په افغانستان کې د پاکستان 'نیابتي جګړه' پرمخ بیايي: ارګ


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

د افغانستان حکومت په دغه هېواد کې د روانې جګړې د شدت ملامتي پر ګاونډي هېواد پاکستان واچوله.

جمهوري ریاست وايي، د طالبانو روزنه، تمویل او هڅونه په پاکستان کې د یوې منظمې ادارې له خوا کېږي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند، محمد امیري د جولای پر ۲۷مه رسنیو ته په لېږلي ویډیويي پیغام کې وویل، له پاکستانه په زرګونو افراطي وسله وال افغانستان ته اوښتي او دا لړۍ روانه ده.

امیري زیاته کړه: "د کره استخباراتي راپورونو له مخې تر لسو زرو ډېر افراطي وسله وال له پاکستانه افغانستان ته اوښتي او پنځلس زره نور افغانستان ته د تګ لپاره هڅول کېږي. دا ښيي چې د طالبانو روزنه، تمویل، تبلیغات او تداوي د یوې منظمې او سیسټیماټیکې دستګاه له خوا چې په پاکستان کې ده، ترسره کېږي."

پرون تر دې مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جنوبي وزیرستان په مکین کې د زرګونو کسانو جلسې ته د خبرو پر مهال «په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو» د بندېدو غوښتنه وکړه.

دغې جلسې ته په وینا کې د غورځنګ بل غړي او د پارلمان استازي محسن داوړ وویل، افغانستان څوک په زور نه شي لاندې کولی: "که د چا دا خیال وي چې په زوره د افغانستان تخت ونیسي، یا به په تشدد د کابل تخت نیسي، دوی ته دا خبره کوم چې دا هغه پخوانی افغانستان نه دی چې تا به افغان ولس د کمونیزم په نوم دوکه کاوه. اوس افغانان پوهېږي چې دا د فساد او ډالرو جنګ دی."

منظور پښتین د جنوبي وزیرستان په مکین کې د زرګونو کسانو جلسې ته د خبرو پر مهال «په افغانستان کې د پاکستان د منفي لاسوهنو» د بندېدو غوښتنه وکړه.
منظور پښتین د جنوبي وزیرستان په مکین کې د زرګونو کسانو جلسې ته د خبرو پر مهال «په افغانستان کې د پاکستان د منفي لاسوهنو» د بندېدو غوښتنه وکړه.

د دې تر څنګ د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا کې د مکډونالډ لارییر انسټیټیوټ (Macdonald-Laurier Institute) د بهرنۍ پالیسۍ مشر شووالوی ماجومدار (Shuvaloy Majumdar) پرون په ټویټر کې لیکلي: "له ۲۰۰۱میلادي کال راهیسې د پاکستان په نیابتي جګړه کې لږ تر لږه یو لک او ۲۰زره افغانان، دغه راز د امریکا او نورو متحدانو درې نیم زره سرتېري وژل شوي دي."

ماجومدار چې مخکې یې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر د پالیسۍ د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې ویلي، پاکستان پر القاعده او طالبانو د ملګرو ملتونو بندیزونه له پامه غورځولي او د ایران تر څنګ د ټروریزم ملاتړی دولت پاتې شوی دی.

په همدې حال کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب د بي بي سي له هارډ ټاک (Hard Talk) سره په تازه مرکه کې چې په سېشنبه (پرون) امنیت شورا پر خپله فېسبوک پاڼه خپره کړې، طالبان د نیابتي جګړې په پرمخ بېولو تورن کړل.

محب زیاته کړه: "طالبان په پاکستان کې خوندي پناه ځایونه لري، د دوی رهبران هم په پاکستان کې دي. دا هغه موضوع ده چې پاکستانیانو رد کړې هم نه ده، دوی پر طالبانو نفوذ تاییدوي او وايي د طالبانو مشران په پاکستان کې ژوند کوي. د طالبانو د ټپیانو درملنه هلته کېږي. دوی په وسلو سمبالېږي. زموږ په فکر دا طالبان دي چې جګړه کوي، خو دا یوه نیابتي جګړه ده. طالبان ښايي د دې نیابتي جګړې عاملین وي. د دې جګړې د مدیریت او همکاري سوچ له پاکستانه سرچینه اخلي."

د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب هم طالبان د نیابتي جګړې په پرمخ بېولو تورن کړل.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب هم طالبان د نیابتي جګړې په پرمخ بېولو تورن کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو خپله جګړه وبلله او له پاکستان، دغه راز له القاعده شبکې یا نورو تروریستي ډلو سره یې د طالبانو د ارتباط موضوع رد کړله.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند محمد امیري ویلي، طالبانو له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي او د یو بل تر څنګ د امنیتي او فاعي ځواکونو پر خلاف جنګېږي.

تر دې مخکې د افغانستان نورو چارواکو هم پاکستان په افغانستان کې د روانې جګړې د عمده عامل په توګه یاد کړی، خو پاکستان دا تورونه تل رد کړي دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په وروستیو کې ویلي، پاکستان هم د ترهګرۍ له کبله زیات زیانمن شوی دی.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره جوخت په ګڼو ولایتونو کې د وسلوالو طالبانو تحرکات او د جګړو شدت زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG