د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر "مر سر سټریټ" بېړۍ برید تر شا د ایران لاس دی: جي ۷ هیوادونه


یوه برتانیا مېشته کمپنۍ د دغې کښتۍ د نظم چارې پر مخ وړي چې مالک یې یو اسراییلی شتمن تن دی.
یوه برتانیا مېشته کمپنۍ د دغې کښتۍ د نظم چارې پر مخ وړي چې مالک یې یو اسراییلی شتمن تن دی.

د امریکا پوځ او د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو سازمان ( جي ۷) ایران پر دې تورن کړی چې د عمان په نړيوالو اوبو کې یې تېره اوونۍ پر یوې تجارتي بېړۍ د برید تر شا لاس درلود.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندې (سېنټرل کمانډ) ویلي چې په بحیره عرب کې د مرسر سټریټ په نوم بېړۍ د ډرون حملې شواهد یې راټول او معاینه کړي. په هغه برید کې یو بريتانوی امنیتي افسر او رومانوی کپتان وژل شوي ول. په بیان کې ویل شوي چې په برید کې کارول شوې ډرون الوتکه په ایران کې جوړه شوې وه.

په عین حال کې جې اووه هېوادونو پر بېړۍ د حملې غندنه کړې او دا یې غېر قانوني برید بللی دی. یوه بريتانیا مېشته کمپنۍ د دغې کښتۍ د نظم چارې پر مخ وړي چې مالک یې یو اسراییلی شتمن تن دی. د بريتانیې، کاناډا، فرانسې، جرمني، اټلي، جاپان او د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو په یو ګډ بیان کې ویلي چې ټول شواهد د ایران طرفته اشاره کوي خو تهران په برید کې له لاس لرلو انکار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG