د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګور اډه کې د علي وزیر د بند خلاف احتجاج: پولیسو پینځه پرلتوال نیولي


انګور اډه کې د علي وزیر د بند خلاف احتجاج: پولیسو پینځه پرلتوال نیولي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په جنوبي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر د بند پر ضد او د نورو غوښتنو لپاره د پرلت ګډونوال وايي، پوليسو يې پینځه ملګري نيولي دي. په احتجاج کې شامل شمس الرحمن د جون پر ۱۳مه شپې مهال مشال رېډیو ته وويل چې پوليسو دا کسان د اتوار پر ورځ نیولي دي. وروسته د جنوبي وزیرستان د پوليسو مشر شوکت علي هم د دې نیونو تصديق وکړ او ویې ويل چې دا کسان یې د عامه نظم ساتنې د قانون له درېیمې مادې (درې اېم پي او) سره سم نیولي دي. دا قانون چارواکو ته اجازه ورکوي چې هغه کس ونیسي چې د دوی په فکر فعالیتونه یې ګډوډي پیدا کوي او امن او امان ته خطر پېښوي. په انګور اډه کې لسګونه کسانو له ۱۲ ورځو راهیسې احتجاج کوي. دوی غوښتنه کوي چې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان استازۍ علي وزير دې خوشی شي، امنيتي چارواکي دې د خامنګ او انګور اډې په دروازو عام ولس نه تنګوي او په سیمه کې دې موبايل ټېلېفوني شبکه فعاله شي. علي وزير تېرکال ډېسېمبر پر ۱۶ په پېښور کې نيول شوی وو او د کراچۍ زندان ته لېږدول شوی وو. پولیسو په هغه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې پر مهال د ریاست پرضد د وينا کولو تور پورې کړی دی چې د هغه وکیل یې ردوي. د جنوبي وزیرستان د پرلت په اړه غږیز رپورټ واورئ.

XS
SM
MD
LG