د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شريف تر روغېدو مخکې پاکستان ته نشي راتلای: مسلم لیګ ن


پاکستان اپوزیشن ګوند مسلم ليګ (ن) وايي، ‌رهبر نواز شریف به یې تر تر روغېدو مخکې له لندنه وطن ته راستون نه شي. د نواز شریف هغه وياند محمد زبیر وايي مشر یې د زړه ناروغه دی او لا یې هم درملنه روانه ده.

دی زیاتوي چې ميا محمد نوازشریف به سياست کوي او په بشپړ ډول به فعاله وي. لکه څرنګه چې هغه ويلي هيڅکله به خاموشه نه شي. اوس د ټول ګوند دريځ دی چې نواز شریف هم هلته په لندن کې ښه دی. ډېر موثره دی. مجمد زبیر زیاتوي، چې تر څو د هغه درملنه پوره شوې نه وي، بايد هم هلته وي. هسې هم هغه ته د راتګ ضرورت نشته. هغه د خلکو په زړونو کې اوسېږي.

نواز شریف د پي ډي اېم په غونډه کې د پوځ خلاف توندې خبرې وکړې او یې ویل چې په سیاست کې لاسوهنې کوي

نوازشريف ته د درغليوو په کېس کې سزا شوې چې هغه یې سياسي سازش بولي. نوموړی د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې د زړه ناروغۍ د درملنې لپاره په ضمانت ترخوشې کېدو وروسته لندن ته لاړ. د سپتمبر په ۱۵مه اسلام اباد های کورټ نواز شريف اشتهاري مجرم اعلان کړی وو او له حکومته یې غوښتي وو چې هغه دې د نړيوالو پولیسو يا انټرپول په مرسته ونیسي.

ډان ورځپاڼې د وزیراعظم عمران خان د کورنيوو چارو او احتساب سلاکار، شهزاد اکبر له خولې ليکلي چې حکومت د برتانيا چارواکو ته د نوازشريف د ورسپارلو لپاره ليکونه او يو رسمي درخواست استولی چې لا یې ځواب نه دی ورکړل شوی.

د نواز شریف ستنول

د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز د اکتوبر په څلورمه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل د پاکستان او برتانيا ترمنځ داسې کوم تړون نشته چې د يو بل مطلوب وګړي يو بل ته وسپاري نو ځکه ورته د نوازشريف په ورستنولو کې ستونزې دي. نوموړی زیاتوي، د عدالت د حکم ترمخه یې د هغه د نيولو حکم په بریتانیا کې خپل سفارت ته لېږلی دی. د شبلي په وینا د برېتانیا په ګډون له ډېرو ملکونو سره یې د مطلوبو خلکو یو لا ته سپارلو تړون ځکه نشته چې مخکینیو حکومتونو له کسته له داسې هېوادونو سره دغه رقم تړون نه دی کړی چې دوی ته معلومه وه چې شتمنۍ یې پکې موجودې دي. اوس موږ کوښښ کوو. ديپلوماتيکې لارې هم کاروو او قانوني هم. موږ برتانيا ته هم وايو چې دا سړی مطلوب دی او د خپل ملک قوانين یې مات کړي دي نو بايد هلته یې ونه ساتي. راودې یې لېږي.

د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د سپتمبر په ۲۰مه په ګڼ ګوندیزه غونډه کې د وزیراعظم عمران خان حکومت په خلاف د پاکستان جمهوري تحريک پېل کړ چې پکې نوازشريف توندې خبرې وکړي. هغه له لندنه په خپلو تقریرونو کې پر پوځ په سياست کې د مداخلې تورونه پورې کړل او د تحريک انصاف حکومت یې په درغليوو راغلی بللی چې په وېنا یې بايد ختم سي. پوځ او حکومت دا تورونه ردوي او د پاکستان انتخاباتو کمېشن د ۲۰۱۸ کال ټاکنې شفافې اعلان کړې.

د قانوني چارو پوه، ايډوکېټ رحیم وزیر وايي‌ نوازشريف د قانوني نه بلکې د سفارتي او سياسي هڅو له لارې پاکستان ته شړل کېدای شي خو د هغه په وینا په برتانيا کې د نوازشریف پراخه او ښې اړيکې به دغه کار عملي کولو ته پرېنږدي. ايډوکېټ وزیر د اکتوبر به پينځمه مشال راډيو ته وويل، د کومو ملکونو ترمنځ چې د مطلوبو افرادو د تبادلې لوظنامه نه وي نو دا مطلوب سړي ستنول پکې په قانوني لحاظ ممکنه نه وي. په برتانيا کې نور داسې خلک هم شته چې په پاکستان کې مطلوب دي خو نه دې شړل شوي. پاکستان ځيني برتانوي مطلوب وګړي د سياسي اړيکو او خیرسګالۍ په جذبې برتانيا ته ورلېږلي دي. نوموړی زیاتوي برتانیا به کله هم داسې ونه کړي. د دې وجې دا ده چې برتانيا خپل قانون او اصولو ته ډېره پابنده ده. نو پاکستان ته د نواز شريف ستنول به د حکومت لپاره يو لوی چیلنج وي.

۷۰ کلن نواز شریف د پنجاب په لاهور کې زیږېدلی دی. د هغه کورنۍ د سياست ترڅنګ په تجارت او کاروبار کې هم نوم لري. نوموړی درې ځلې د پاکستان وزیراعظم پاتې شوی. هغه ته په ۲۰۱۸ کال کې د درغليوو په يوه مقدمه کې د اوه کاله بند سزا اورول شوې. عدالت هغه په همدغه کال په دې تور چې صادق او امين نه دی پاتې شوی، د ټول عمر لپاره له عملي سياست او سرکاري عهدې ساتلو منع کړ.

XS
SM
MD
LG